د لاس رسي وړ اتصالات

د واکمن اېتلاف چارواکى په پاکستان کې مشرف دېته هڅوى چې خپله استعفى وړاندى کړى


د واکمن اېتلاف چارواکى په پاکستان کې جمهور رئېس پروېز مشرف دېته هڅوى چې خپله استعفى وړاندى کړى. هغوى دوى په دې برخه کې کافى ملاتړ لرى چې له کار نه دهغه برطرفول منظؤر کړى.

د پاکستان د قانون وزېر فاروق ناېک واېې چې معتبر چارواکى په دې لگېادى چې د پروېز مشرف د مواخذه کولو لپاره دتورنو ېو لېست برابر کړى. په دې لړ کې له اساسى قانون نه خلاف ورزي او څرگنده بدعملى شامله ده.

ناېک او د اېتلاف نورو چارواکېو ووېل د ملت او دېموکراسى د بقا لپاره پکارده چې ښاغلى مشرف مخکى له دېنه چې ددوشنبى په ورځ د هغه د برطرفى اقدامات پېل شى استعفى وکړى.

رپوټ وايى چې له جمهورى رېاست نه د پروېز مشرف د لېرى کولو لپاره په درو کې دوه برخو راېو ته د پارلمېان په دواړو خونو کې ضرورت دى. د ښاغلى مشرف پلوېان واېې چى دى د جمهورى رېاست د خوشى کولو پلان نلرى.

ښاغلى مشرف په ١٩٩٩ مېلادى کال کې په ېوه نظامى کودېتا کې قدرت تر لاسه کړ. دغه نظامى واکمن بې له کومى ستونزې ترزېات وخت پورې حکمدارى کوله او دامرېکا ملاتړ ېې هم په برخه و ځکه چې دترهگرى خلاف جگړه کې دامرېکا نېژدى انډېوال و.

خو دهغه محبوبېت هغه وخت مخ په زوال سو چې په ملک کې ېې بېړنى او اضطرارى حالت اعلان کړ او څو تنه قاضېان ېې ددى لپاره له کار نه برطرف کړل چې له قانونى ستونزو سره مخامخ نشى.

کله چې د سږ کال د فبرورى په مېاشت کې ملى انتخابات وشول دهغه پلوېانو پارلېمانى انتخابات باېلل.

XS
SM
MD
LG