د لاس رسي وړ اتصالات

گرجستان: روسیې راباندې بیا حمله کړې


گرجستان وايي، روسي زغره دارې موټرې له بیلو شویو سیمو نه د گرجستان خوا ته وراوښتي او غواړي چې هلته د گرجستان یو پوځي مرکز ونیسي.

نن وختي، ماسکو ابخازیا ته نږدېمیشتو ١٥ سوو گرجي عسکرو نه خبرداری ورکړ چې که وسله پر ځمکه پرې نږدي نوحمله به ورباندې وکړي. گرجي عسکرو دغه غوښتنه رد کړې ده.

له دې یوه ورځ مخکې روسیې اعلان وکړ چې ابخازیا ته ٩ زره سرتیري لیږي.

بل خوا سپینی ماڼئ پر روسیې باندی فشار اچولی دی چی د گرجستان د جنوبی اوسیتیا په بېله شوې سیمه کی د جگړې د پراخېدلو مخه ونیسی.

د متحده ایالاتو جمهوریس جورج بوش وایی روسیې ډېر زیات تر حد تېری کړی دی او باید له گرجستان سره د سمدستی اوربند کولو موافقه وکړي.

ښاغلي بوش د این بی سی له ټلوېزیونی شبکې سره په یوې مرکې وویل هغه د ورسیې مشرانو ته وویل چی تشدد د منلو وړ نه دی او په دې مسلې کی بین المللی منځگړتوب ته اړتیا ده.

ښاغلی بوش وایی د روسیې جمهوریس او صدراعظم ته یې دا خبرهڅرگنده کړه چی بل گام په روسیې اړه لری.

ضمنا د متحده ایالاتو د جمهوریس مرستیال ډیک چینی وایی پر گرجستان باند ی د روسیې یرغل باید یې جوابه پاته نه دی.

د گرجستان جمهوریس میخایل ساکاشویلیواییهغهد گرجستان او روسیې د قواو ترمنځد اوربند هغه سند لاسلیک کړی دی چی د اروپایی هیوادونوپهملاتړ وړاندی سوی دی.

د فرانسېخارجه زویری برنارډ کوچنراو د فینلینډخارجه زویر الیکزانډر سټبنن دغه سند ماسکو ته یووړ او په دې توگه یېپه گرجستان کی د جنگ دپای ته رسولو دپاره په ډېره لوړه سطح اقدام وکړ.

د روسیې جنگی الوتکو ننپه گرجستان کی پر اهدافو باندی بمباری وکړې او د روسیېمقاماتو ادعا وکړه چی د گرجستان قواود جنوبی اوسیتیا په مرکز باندیحملو ته ودام ورکړی وو. روسیه وایید دغه ښار بشپړ کنټرول یې اخیستی دی.

د گرجستانپوځونهدروسیېد حملوله املهله دغه ښار نه وتلي دي او د گرجستان مقاماتو اوربند اعلان کړی دی. ماسکو ددغی متارکې د ردولو په ترڅ کیاعلان وکړ چید گرجستان قواویپر خپله وعده نه دي درېدلي.

د جمعې په روځ په جنوبی اوسیتیا کی جنگ هغهوخت پیل سو چید گرجستانقواوو د جداییغوښتونکو ددغی سیمی د کنټرول اخیستلو دپارهحمله وکړه. روسیې هغی سیمی تهدزرهاو عسکرو په لېږلو سره د گرجستان جواب ورکړ.

XS
SM
MD
LG