د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: سریلانکا هند ته ماتې ورکړه


په کولمبو کې د دواړو هیوادونو تر منځ په روانې ټیسټ لوبه کې، د سریلانکا کپتان مهیلا جایاورډن او مالینډا وارناپورا دواړو پنځوس منډې پوره کړې او په دې ډول سریلانکا په ٨ ویکټو هند ته ماتې ورکړه.

سریلانکا وکولای شول چې د لوبې په څلورمه ورځ د هند له خوا ورکړل شوی د ١٢٢ منډو هدف د دوو ویکټونو په زیان پوره کړي.

سریلانکا د دوشنبې په ورځ د چای له وقفې مخکې، ۴٥ منډې جوړې کړي وې، وروستهمهیلا جایاورډن او مالینډا وارناپورا وکولای شول چې په گډه ١٠١ منډې وکړي.

جایاوارډن د سارو گنگولي توپ له پولې واړاوه او په دې ډول یې نه یوازې خپل ٥٠ منډې پوره کړې بلکه لوبه هم د سریلانکا په گټه پای ته ورسیده. مالینډا وارناپورا چې ٥۴ منډې یې پوره کړې وي، تر پایه و نه سوځید.

له دې آمله چې د سریلانکا لوبغاړو وکولای شول په لومړۍ ورځ د هند له خوا ورکړل شوی د منډو هدف پوره کړي، هند یو پواینټ او سریلانکا دوه پواینټه گټلي دي.

هند د ټیسټ لوبې په لومړۍ برخه کې پچه وگټله او له ٢۴٩ منډو سره یې ټول لوبغاړي وسوځیدل. سریلانکا ددغه هدف په وړاندې ٣٩٦ منډې جوړې کړې.

سریلانکا لومړۍ برخه په ٢٣٩ منډو او هند دوهمه برخه په ١٧٠ منډو وگټله.

XS
SM
MD
LG