د لاس رسي وړ اتصالات

هند په المپیک کې د طلا مډال وگټی


هند توانیدلی دی چې په لومړی ځل د المپیک په لوبو کې د سرو زرو مډال وگټي. ابهینو بینډرا نن په پیکینگ کې د نارینه و د لسو متر د نښې ویشتلو په مسابقه کې له خپلو حریفانو نه مخکې شو او د طلا مډال یې تر لاسه کړ.

هندیانو نن د خپل دغه ٢٥ کلن لوبغاړی بری ولمانځه.

هند د المپیک په انفرادي لوبو کې تر اوسه پنځه مډاله گټلي خو بنډرا د هند لپاره لومړنی د سرو زرو مډال وگاټه.

هند د سپورټ په نسبت اکاډمیکو بریالیتوبو نه زیاته توجه کوي.

په هغه ملک کې له کرکټ سره د خلکو لیوالتیا زیاته ده.

XS
SM
MD
LG