د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې جمهور ریس په گرجستان کی د پوځې عملیاتو د بندېدلو امر کړی دی


د روسیې جمهور ریس ډیمیټری میدویدوف په گرجستان کی د پوېی عملیاتو د بندېدلو امر کړی دی.

ښاغلي میدویدوف نن په داسی وخت کی دغه اعلان وکړ چی د فرانسې جمهور ریس نیکلاس سرکوزي ماسکو ته ورسېدی او د اوربند دپاره د لوېدیځو هیوادونو غوښتني ورته وړاندي کړې.

ددغی متارکې سره د روسیې هغه سختی هوایی او ځمکنی حملې بندېږی چی روسیې د گرجستان په خاوره کی دننه وکړې. روسیې دا حملې وروسته له هغه پیل کړې چی د گرجستان قواو د جنوبی اوسیتیا په سیمه کی پر جدایی غوښتونکو باندی حملې وکړې.

رپوټونه وایی چی څه باندی دوه زره تنه وژل سوي دي او څېړونکي وایی د مړو شمېر ښایی زیات سی.

ښاغلي میدویدوف د نن ورځی د خبرو څخه مخکی وویل چی گرجستان ته یې پر جنوبی اوسیتیا باندی د حملو کولو په بدل کی کافی سزا ورکړې ده. ده په ملی ټلوېزیون یک دوینا په ترڅ کی وویل په هغه سیمه کی د روسیې د سوله ساتونکو قواو او روسی ژبو دپاره امنیت بیرته ټینگ سوی دی.

ده وویل گرجستان ته ډېر زیات تلفات اوښتي دي.

ضمنا د گرجستان جمهور ریس میخایل ساکاشویلی د گرجستان په پایتخت تیبلیسی کی وویل د روسیې جنگی الوتکي د اوربند د اعلان سره سره بمباریو ته ودام ورکوی.

ده دغه راز یوې لویی غونډ یته وویل دهغه هیواد خارجی قواو اشغال کړی دی او ېو ویل چی گرجستان به د مستقلو هیوادونو د مشترک المنافع ټولنی څخه، چی د پخواني شوروی اتحاد د جمهوریتونو یوه موسسه ده، ووزی.

XS
SM
MD
LG