د لاس رسي وړ اتصالات

هند: د نړۍ هیوادونه باید د نړۍ وال تجارت د پاره خپلی شخصی گټی قرباني کړی


هند وایی د نړۍ هیوادونه باید دې ته تیاری ولری چی د نړۍ وال تجارت دپاره خپلی شخصی گټی قرباني کړی.

د تجارت وزیر کمال نات نن په نوي ډهلي کی د یوه تجارتی کنفرانس په وخت کی دا خبره وکړه. نات وایی هیوادونه باید د تجارت په باب خبری په دې نیت چی نورو ته څه ورکړي پیل کړي نه په دې نیت چی څه باید ترلاسه کړی.

د نړۍ وال تجارت د موسسې عمومی امر پاسکال لامي وایی ددغی موسسې غړو هیوادونو له ده څخه وغوښتل چی د خبرو څخه لاس وانه خلی ځکه چی کېدلای سی ډېر ژر یوه موافقه ترلاسه سی.

تېره میاشت د ضحی خبری د متحده ایالاتو او د هند او چین په شمول پر مخ تلونکو هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو له امله ناکامی سوې.

XS
SM
MD
LG