د لاس رسي وړ اتصالات

په دیالا کی، د بمب په ځان مرگي حمله کی، دوه تنه ووژل سول


د عراق مقاماتو د دیالا د ایالت په مرکز کی وروسته له هغه پرگرځېدلو باندی بندیز لگولی دی چی د بمب په ځان مرگي حمله کی دوه تنه ووژل سول او لږترلږه اوه تنه ټپیان سول.

مقامات وایی دغه حمله کونکي پر هغه کاروان باندی چاودنه وکړه چی د دیالا د گورنر په شمول عالی رتبه مامورین پکښی سپاره وه. په دغه څمله کی گورنر ته تاوان نه دی رسېدلی.

دا په د ېدوو ورځو کی په دغه ښار کی دوهمه ځان مرگي حمله وه. پرون یوې ښځي بمب چونکي د باقوبه په ښار کی د پولیسو د یوه ماموریت مخی ته ځان په بمب والوزاوه او یو پولیس یې وواژه.

د عراق او متحده ایالاتو مقاماتو په دې تازه شپو ورځو کی د دیالا په ایالت کی د یاغاینو د ځبلو دپاره حملې پیل کړی دی. د عراق صدر اعظم نوری المالکی هغو کسانو ته چی خپل ځانونه تسلیم کړي عمومی عفو اعلان کړې ده .

مگر د عراق حکومت د دونشبې په ورځ اعلان وکړ چی د دیالا په ایالت کی به د موقتی وخت دپاره حملې معطلی کړي څو وسله وال کسانو د تسلیمېدلو دپاره فرصت پیدا کړی.

XS
SM
MD
LG