د لاس رسي وړ اتصالات

د پېښور په چاودنه کې دیارلس کسان وژل شويدي


د پاکستان پولیس وایی نن د هیواد په شمال لوېدیځ کی د پوځیانود یوه موټر سره نژدې د سړک په غاړه د بمب چاودنه سوې ده او لږترلږه دیارلس تنه یې وژلي او څو تنه یې ټپیان کړي دي.

د هوایی قواو په موټر باندی د غه حمله په داسی حال کی وشوه چی هغه د پېښور دښار سره نیژدې تېرېدی او دیوې نیژدې اډې خواته روان وو.

له هغی سیمی نه راغلي رپوټونه وایی ددغی چاودنی په اثر په پله کی یو لوی سوری جوړ شو.

په دغه چاودنه کی لږترلږه لس تنه ټپیان شوي دي. ددغی پېښی په قربانیانو کی ملکیان او پوځیان شامل دی.

هیچا ددغی چاودنی مسولیت په غاړه نه د ی اخیستی.

د پاکستان پوځی قواوي پېښور ته نیژدې د باجوړ په قبایلی سیمه کی پر مسلمانو یاغیانو باندی د هیلی کوپټر هوایی حملې کوی.

مقامات وایی په دغو جگړو کی څه دپاسه ١٥٠ تنه وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG