د لاس رسي وړ اتصالات

په کشمیر کې قهرجنو مظاهره کوونکو نن هم خپلو لاریونونو ته دوام ورکړ


د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د پولیسو د گزمو ترڅنگ د لږ وخت لپاره په گرځیدو د بندیز وروسته قهرجنو مظاهره کوونکو د چهارشنبې په ورځ هم خپلو لاریونونو ته دوام ورکړ.

دوی د سه شنبې په ورځ، د تجارتي اموالو او د یو بیلتون غوښتونکي رهبر په وژل کیدو سره په ټول جمو کشمیر کې خپلې مظاهرې پیل کړې او د تاوتریخوالي رامنځ ته کیدو له امله څوارلس کسان یې ووژل شوو.

د تیرې ورځی د دری ساعته گرځبندیز لگیدو سره په زرگونو خلکو د ضروري توکو په رانیولو لاس پورې کړی و. دا د همالیا په دغه سیمه کې د تیرو اتلسو کلونو په موده کې لمړنې گرځبندیز و.

XS
SM
MD
LG