د لاس رسي وړ اتصالات

په لوگر کی دری خارجی ښځی ووژل شوې


د افغانستان د حکومت ماموران واېې چه ټوپکوالاو په ېوه ناڅاپی حمله کی نن په لوگر کی د ېوې خېرېه موسسې دری خارجی کارکوونکي ووژل.

دری واړه ښځی وی،چه ېوه دبرېتانېا وه، بله ېې د کاناډا وه او درېمه ېې ېوه امرېکاېې مېرمن وه چه په اصل دترنېداد وه .

د افغانستان دکورنېو چارو وېاند زمری بشر مل واېې چه پولېس په دی باب تحقېقات کوی. وېل کېږی چه دا حمله د ېوې خارجې موسسې په کارکونکو باندی په څو تېرو کلونو کی په ېوه ورځ کی تر ټوله خونړئ حمله ده.

د لوگر والې عبدالله وردگ ووېل چه دانټرنشنل رسکېو کومېټی ېا اې ار سې په دغو درېو کارکوونکو باندی حمله په داسی حال کی دشک لاند طالبانو له خوا نن وشوه چه هغوئ په خپل موټر کی د کابل جنوب لوری ته روان ؤ او په موټر باندی ېې موسسې نشان لگېدلی ؤ.

دای ار سی رېس جورج روپ نن ووېل چه زه ددی ښځو وژل ډېر زېات حېران او ستومانه کړی ېم. ای ارسی د هغو مهاجرو سره مرستی کوی چه بېرته خپل هېواد ته راستنېږی.

دا موسسه د خلکو لپاره دڅښلو او به برابروی او هم دروغتېا او حفظ الصحې په برخو کی کومک کوی. د ار سی اې سی موسسې نن اعلان وکړ چه ددغه خونړئ حملې په وجه ېې په افغانستان کی خپل ټول کارونه معطل کړی دی. پروسږکال هم ددې موسسې دوه کارکوونکي په ېوه حمله کی وژل شوی ؤ.

د افغانستان جمهور رېس حامد کرزي دا ننئ پېښه ېوه بښوونکی پېښه وبلله او د افغانستان دخلکو په دښمنانو باندی ېې پړه واچوله.

په روانه مېاشت کی هغو خېرېه موسساتو چه په افغانستان کی کار کوی په ېوه شرېک راپور کی خبرتېا ورکړی وه چه امنېتی وضع اوس ډېره زېاته خرابه شوی ده چه د خېرېه موسساتو کارونه ېې د مشکلاتو سره مخامخ کړی دی.

ېواځی سږکال د خېرېه موسسساتو نورلس کارکونکي وژل شوی دي. په افغانستان کی د ملگرو ملتونو استازي کې اېډ هم نن دغه حمله ډېره سخته وغندله.

په عېن وخت کی د افغانستان ددفاع وزارت د سه شنبی په ورځ ناوخته راپور ورکړ چه د پاکستان سرحد سره څېرمه ېې په پکتېکا کې دنظامی عملېاتو په دوران کی شپږ وسله وال سړي ووژل.

له بلی خوا نن د افغانستان ددفاع وزارت اعلان وکړ چه دحکومت عسکر به دناتو د قواو نه د کابل دامنېت دساتلو ټول مسوولېت د اگست په اته وېشتمه واخلی.

د تشدد په ېوه بېله پېښه کی چه په قندهار کی وشوه د ناتو څو تنه عسکر دسړک په غاړه دبم په چاودنه کی زخمېان شول.

XS
SM
MD
LG