د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان پولی ته نژدی د توغنديو بريدونه


د پاکستان امنېتی مامورېن واېې چه د افغانستان پولی ته نژدی د وسله والو جنگېالو د روزنی په ېوه مرکز باندی د توغندی په حمله کی تقرېبا نهه کسان وژل شوی دي.

په سېمه کی د پاکستان د حکومت ماموران چه نه ېې غوښتل نومونه ېې واخېستل شی واېې چه دا توغندی د افغانستان د خاوری نه وار شوی ؤ چه د جنوبی وزېر ستان په باغر نومی سېمه کی پرون دسه شنبی په ورځ ولگېده.

د پاکستان د حکومت ماموران واېې چه په دغه ځای کی د حملی په وخت ېو شمېر خارجی جنگېالی موجود ؤ. د امرېکا پوځ د افغانستان نه پخوا هم څو واری په قبېاېلی سېمو باندی توغندی وار کړی دی، مگر دمنلو نه ېې انکار کوی.

نن د امرېکا د پوځ ېوه وېاند برېدمن نتان پېری ووېل چه د سرحد په اوږدو کی د تو غندی د کومی حملی په باب دهغه په وېنا هېڅ ډول راپور نه لری.

له بلی خوا نن ټوپکوالاو د قباېلی تندروانو ېو مشر په خېبر اېجنسئ کی ووېشته او وې واژه. د پاکستان د حکومت محلی مسوولېن واېې چه څو تنه وسله وال سړي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محلی دفتر ته ورننوتل او حاجی نامدار ېې ووېشته.

امنېتی ماموران واېې چه د حاجی نامدار ملگرو دوه حمله کوونکی ونېول خو تراوسه پوری لا چا ددی حملی مسولېت په غاړه نه دی اخېستلی.

د سه شنبی په ورځ پاکستانی طالبانو په صوبه سرحد کی د حکومت په خلاف ښکاره جنگ اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG