د لاس رسي وړ اتصالات

په استرالېا کی د دولسو مسلمانانو د ېو ډلې محاکمه


د استرالېا د ېوې محکمې قاضی نن د ېوه منصفه هېت غړو ته ا‏خطار ورکړ چه د ټرورزم په ارتباط باېد ددولسو مسلمانانو د ېو ډلې په دوسېو باندی دغور کولو او سزا د ټاکلو په وخت د هېڅ ډول تعصب نه کار وانه خلی.

د مېبلورن په ښار کی د ېوې محکمې قاضی نن د منصفه هېت غړو ته دا هداېات په داسی حال کی ورکړل چه د شپږو مېاشتو غور او بحث نه وروسته ددغو استرالېاوی مسلمانانو دوسېه بشپړه کېږی او فېصله پری کېږی.

قاضی په خپله وېنا کی دا خبره ومنله چه د مسلمانانو په خلاف دمحلی خلکو احساسات ډېر منفی دی خو منصفه هېت باېد خپله فېصله د شواهدو په اساس وکړی نه دشخصی احساساتاتو په بنېاد.

په دغو کسانو باندی حکومت دا الزام لگولی دی چه غوښتل ېې په مېلبورن کی دفوټبال دېوې لوبی په دوران کی په تماشه کوونکو باندی ټرورېستی حمله وکړی.

څارنولانو ددغه کسانو په مشر عبدالناصر بن برېقه باندی الزام هم لگوی چه په بېگناه ښځو او ماشومانو باندی ېې حمله ېو جاېز عمل بللی ؤ. مگر مدا فع وکېلان دحکومت دا الزام نه منی او واېې چه دغو خلکو په منځنی ختېز کی د مسلمانانو سره د ظلم له امله ېواځی خپل احساسات څرگندول، او د کومې حملی پلان نه لره.

XS
SM
MD
LG