د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د سږ کال اقتصادي وضع


په پاکستان کی سږکال انفلاسېون دومره لوړ شوی دی او گرانی دومره زېاته شوی ده چه ددغه هېواد په بی وزلو خلکو باندی ېې اقتصادی فشار زښت زېات کړی دی.

د سه شنبی په ورځ د پاکستان د حکومت مامورانو اعلان وکړ چه سږکال په جولاېې کی کلنی انفلاسېون په سلو کی څلورېشت فېصده لوړ شوی ؤ چه د جون د مېاشتی په مقاېسه په کی دری فېصده زېات والی راغلی ؤدی.

ځېنی اقتصاد پوهان واېې چه د تېلود نرخونو د لوړېدلو له امله دا انفلاسېون اوس د حد نه زېات لوړ شوی دی او د خوراکی موادو نرخونه دتېر کال په نسبت دېرش فېصده لوړ شوی دی دی.

د پاکستان مرکزی بانک تېره مېاشت د انفلاسېون د لوړېدلو دمخنېوی په منظور فېصله وکړه چه دبانکونو د پورونو سود دېارلس فېصده لوړ کړی.

د عامه افکارو د معلومولو ېوه امرېکاېې موسسه واېې چه ډېر پاکستانېان اوس په خپل ملک کی د انفلاسېون او خوراکی موادو د نرخونو دلوړېدلو په باب اندېښمن دي.

د انټر نشنل رېپبلکن انستېتوت په نامه دا موسسه په خپل ېوه تازه راپور کی واېې چه په سلو او ېا فېصده پاکستانېان د انفلاسېون په هکله پرېشانه دی او په سلو کی ېې دوه اوېا فېصده واېې چه د پرو سږکال په مقاېسه ېې ژوند سږکال ډېر خراب شوی دی.

XS
SM
MD
LG