د لاس رسي وړ اتصالات

’آيا پیسې افغانستان ژغورلای شي؟’


ټایم مجلې د افغانستان په باب خپله مقاله تر دې عنوان لاندې خپره کړې چې ”آیا پیسې افغانستان ژغورلای شي؟”.

مقاله داسې پیلیږي چې، په داسې حال کې چې ناټو پر گرجستان باندې د روسیې د حملې په وړاندې د خپل عکس العمل د ښودلو کوښښ کوي، اوس ورته د افغانستان لرې پروت ماموریت هم ستونزمن شوی دی.

په مقاله کې د نمونې په ډول په فاریاب کې د ناټو پر کاروان باندې د دوشنبې د ورځې حمله او د لوگر په ولایت کې د IRC د دریو ښځینه کارکوونکو د وژل کیدو پیښې یادې شوي چې د مقالې د لیکوالې په خبره په افغانستان کې د مشکل زیاتیدل ښيي.

په مقاله کې رغلي چې د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس تیره اونۍ د افغانستان د ملي پوځ او پولیسو د روزنې په بودیجه کې د شل میلیار ډالرو د زیاتولو پیشنهاد وکړ چې دغه پیسې به په پنځو کلونو کې د ملي قواوو په معاشونو، د نظامي مرکزونو په جوړولو او د زخمیانو د انتقالولو لپاره د یوې هوايي قوې او روغتیايي ټیم په جوړولو ولگیږي.

گیټس همدارنگه پیشنهاد کړی چې د افغانستان د ملي اردو شمیر دې له ٧٠ زرو نه ١٢٠ زرو ته ورسول شي.

د مقالې لیکواله آرین بیکر وايي ، که د گیټس پیشنهاد شوي پلان ته په غور وکتل شي، د افغانستان د راتلونکي په باب د اندیښنو د زیاتولو پرته بل څه نه ښيي او د اکثرو څیړونکو وېره دا ده چې همدغه به د واشنگټن د هڅو وروستی پړاو وي.

د مقالې لیکواله وايي، زه پخپله ددې شاهده یم چې داسې خلک چې د پولیسو او اردو د اتو نه تر څوارلسو هفتو د روزنې په پروگرام کې له گډون مخکې حتی د خپلو پوځي بوټونو په تړلو نه پوهیږي خو د تعجب وړ ده چې په دغه لږ موده کې دومره څه زده کړي چې کولای شي په ډیرو پیچلو چیریکي عملیاتو کې برخه واخلي.

دا وايي، د ملي اردو د روزنې دنده د ناټو د عسکرو پر غاړه ده خو د ملي پولیسو روزنه بیا ملکي قراردادیان پر مخ وړي

چې دغه روزونکي حق نلري له پولیسو سره د محاربې میدان ته ولاړ شي. لیکواله وايي چې افغان قواوې داسې روزونکو ته ضرورت لري چې د عمل په میدان کې ورته ښوونه وکړي.

د امریکا تورن جنرال رابرټ کان چې د افغان قواوو د روزنې عمومي قومندان دی، اوس د پولیسو لپاره د دوه زره او ٣٠٠ اضافي روزونکو غوښتنه کړې ده چې دغه روزونکې به له پولیسو سره په گزمو کې ځي او هغوی ته به د عملیاتو د اجرا کولو ښودنه کوي.

د ټایم مجله لیکي چې، تیر کال د ملي اردو په نسبت د پولیسو تلفات څلور برابره زیات وو چې علت یې همدا دی چې د پولیسو یوازې د گوتو په شمار ډلې مشاورین لري.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د لوگر په ولایت کې د ژغورنې د نړیوالې کمیټې یا IRC په نامه د خیریه موسسې د دریو ښځینه کارکوونکو او د هغوی د افغان موټروان د وژل کیدو په باب مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې په تیر یوه کال کې پر خیریه موسسو باندې حملې زیاتې شوي او د موسسو کارکوونکو اندیښنه څرگنده کړې چې دوی نشي کولای ناامنو سیمو ته مرستې ورسوي.

طالبانو چې دIRC د کارکوونکو د وژنې مسئولیت یې پر خپله غاړه اخیستی ویلي چې وژل شوې ښځې د هغو هیوادونو وې چې افغانستان یې اشغال کړی دی.

په نیویارک کې د IRCد مرکزي دفتر چارواکو ویلي چې وژل شوي کارکوونکي یې یوه د امریکا، بله د کاناډا او دریمه د برتانیې تبعه وه او دوی د افغانستان د خلکو او په خاص ډول د زورېدلو ماشومانو سره د مرستې په خاطر هغه هیواد ته ورغلي وې.

په مقاله کې د لوگر ولایت د تروریزم سره د مبارزې د ریاست د مرستیال، عبدالله خان له خولې لیکل شوي چې دIRC دغه کارکوونکې له پکتیا نه کابل ته روانې وې او پر موټرو یې د IRC نښان له ورایه ښکارېده چې په لوگر کې ورباندې پنځو وسله والو کسانو حمله وکړه.

واشنگټن پوسِټ په خپله مقاله کې لیکلي چې، له هغه راهیسې چې ایتلافي قواوې افغانستان ته ورغلي،

٢٠٠٨م کال په افغانستان کې د خیریه کارکوونکو لپاره تر ټولو خونړی کال دی. د خپرو شویو ارقامو له مخې، سږ کال تر اوسه پورې ٢٣ خیریه کارکوونکي وژل شوي په داسې حال کې چې په ټول ٢٠٠٧م کال کې یوازې ١٥ خیریه کارکوونکي وژل شوي وو.

په مقاله کې د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د همکاریو د دفتر یا یوناما د نطاق، حلیم صدیقي له خولې ویل شوي چې د ‏IRC ددغو کارکوونکو د وژل کیدو له آمله نه یوازې یوناما بلکه ټولې هغه ټولنې اندیښمنې دي چې افغانستان ته د مرستې لپاره راغلي دي.

د IRC خیریه موسسه شل کاله کیږي چې په افغانستان کې فعالیت لري. په ١٩٨٠یمه لسیزه کې پر افغانستان باندې د شوروي د یرغل پر وخت، دغې موسسې په پاکستان کې د افغان مهاجرو سره د روغتیا په برخه کې مرستې کولې. د طالبانو د نظام له ړنگیدو را وروسته،

IRC په افغانستان کې د ملي پیوستون له پروگرام سره مرسته کوي. د ٢٠٠٧م کال د جولای په میاشت کې همددغې موسسې دوه کارکوونکي د لوگر په ولایت کې هغه وخت ووژل شول چې د ملي پیوستون له پروگرام سره یې کار کاوه.

XS
SM
MD
LG