د لاس رسي وړ اتصالات

ټینس: سویسي فدرر د چک برډیچ ته ماتې ورکړه


په پیکینگ کې د المپیک د روانو لوبو په لړ کې، د سویس د ټینس تکړه لوبغاړي راجر فدرر د چک جمهوریت تامس برډیچ ته ماتې ورکړې او ځان یې د کوارټرفاینل پړاو ته نږدې کړی دی.

د ٢٠٠۴م کال د په یونان کې دالمپیک د لوبو پر وخت د نارینه و د ټینس په مسابقو کې فدرر د چک جمهوریت له لوبغاړي نه ماتې خوړلې وه.

د هسپانیې لوبغاړي رافایل ناډال د روسیې لوبغاړي ایگور اندروف ته ماتې ورکړې او سربي لوبغاړي هم خپل روسي سیال مات کړی دی.

د متحده ایالاتو لوبغاړي جیمز بلک د فرانسې گیلز سیمون ته ماتې ورکړې ده.

د ښځو د ټینس په برخه کې، د امریکايي لوبغاړي سیرینا ویلیمز د فرانسې الیزي کورنیټ ته ماتې ورکړه او د اتو لوبغاړو د مسابقې پړاو ته ورسیده. د سربیا، روسیې او چین لوبغاړي هم دغه پړاو ته رسیدلي دي.

د ښځو د والیبال په مسابقو کې متحده ایالاتو د وینزویلا ټیم ته ماتې ورکړې په دې ډول د وینزویلا ټیم د کوارټر فاینل مرحلې ته د رسیدو چانس له لاسه ورکړی دی.

د اې د گروپ په بله لوبه کې کیوبا چین ته ماتې ورکړې او جاپان له پولنډ نه مسابقه گټلې ده.

د بي په گروپ کې روسیې قزاقستان، ایټالیې او برازیل ته له ماتې ورکولو وروسته او الجریا او سربیا ته هم ماتې ورکړې ده.

د ښځو د والیبال په مسابقو کې ټول ١٢ ټیمونه گډون لري چې په دوو گروپونو کې لوبې کوي.

د المپیک په روانو لوبو کې تر اوسه چین د سرو زرو له ١٧ مډالونو سره له نورو هیوادونو نه مخکې دی. ورپسې متحده ایالات دي چې ١٠ د سرو زرو مډالونه یې گټلي دي. په دریم نمبر شمالي کوریا او ورپسې جرمني دی چې هر یوه شپږ د سرو زرو مډالونه گټلي دي او ایټالیې تر اوسه څلور د سرو زرو مډالونه گټلي دي.

خو که د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو ټولو مډالونه وشمیرل شي، متحده ایالات تر اوسه ٢٩ مډاله گټلي او ورپسې چین ٢٧ مډالونه گټلي دي او شمالي کوریا ١٣ مډالونه گټلي دي.

XS
SM
MD
LG