د لاس رسي وړ اتصالات

د گرجستان د گوري په ښار کی نوري چاودني


د گرجستان د گوري په ستراتیژیک ښار کی په داسي حال کی نوري چاودني شوي دي چی د روسیې او گرجستان قواوي یو بل ته سره مخامخ دي .

دا چاودنی د هغو مخکنیو خبرونو د خپریدو سره سره کیږي چی ویل یې روسان د فرانسې له خوا د اوربند د پیشنهاد له مخي د گرجستان نه وځي . ددواړو ملکونو د قواو ددې مخامخ کیدو تفصیلات لا نه دي معلوم .

د لویدیځ خواته عینی شاهدانو نن وویل چی د روسیې عسکرو د توري بحیرې د پوتي ښار ته بیا حرکت کړی دی . تلویزیوني تصویرونو وښودل چی د سمندري قواو لږ تر لږه څلور کښتۍ دې سیمی ته رسیدلي دي . عیني شاهدان وایی چی روسان نن په دې ساحلي ښار کی د کمپیو ټرونو او نورو سامانونو په ایسته کولو اخته وو .

د روسیې جمهوررئیس دیمیتري میدویدیف په ماسکو کی د جنوبي اوسیتیا او د گرجستان نه د یوې بلي بېلي شوي سیمی ـ ابخازیاد مشرانو سره وکتل .

له بلي خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف وویل چی روسیه به ددغو دواړو بیلو شوو سیمو د بیلتون غوښتونکو ملاتړ ته دوام ورکړی او د گرجستان د خاوري تمامیت اوس یوه ‏«‎ مړه موضوع ‏»‎ ده .

XS
SM
MD
LG