د لاس رسي وړ اتصالات

’مشرف استعفی نه کوي’


د پاکستان د جمهوررئیس پرویز مشرف یوه نطاق جنرال رشید قریشي د لویدیځو مطبوعاتو دا رپوټونه رد کړي دي چی وایی جمهوررئیس غواړي استعفی وکړی نه دا چی مواخذه دي سی .

دغه نطاق نن د جمعې په ورځ وویل چی دا رپوټونه بې اساسه دي .

په خپرو شوو رپوټونو کی د پاکستاني چارواکو له قوله ویل شوي وو چی د جمهوررئیس پرویز مشرف د استعفی کولو په باب خبري رواني دي .

د مشرف یوه مهم ملگري مشاهد حسین امریکا غږ ته وویل چی دی که څه هم چی د پاکستان د جمهوررئیس نطاق نه دی ، مگر دا ویلای سی چی د حکومت او خپله د جمهوررئیس تر منځ یو لړ خبري رواني دي چی د حل یوه داسي لار پیدا سی چی د هیواد چاری پر مخ ولاړی سی .

حسین دا هم وویل چی دا اندیښنې موجودي دي چی ښاغلي مشرف ته به په ملک کی د پاته کیدو اجازه ورکړه سی او هغه به د پولیسو د تعقیب نه مصئون وی که نه .

مشاهد حسین وویل چی که جمهوررئیس دا غوره وبولي چی خپل کار ته دوام ورکړی او د هغو تورونو په مقابل کی چی پر لگیدلي دي د ځان د فاع وکړی نو ملگري به یې ورسره ودریږي .

د حاکم ائتلاف پارلماني وکیلانو تیره هفته اعلان وکړ چی دوی غواړي جمهوررئیس دی مواخذه سی .

XS
SM
MD
LG