د لاس رسي وړ اتصالات

’باجوړ کی ۴٦٠ یاغیان او ٢٢ عسکر وژل شوي’


د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت یو لوړ رتبه مامور وایی چی د باجوړ په قبایلي سیمه کی د څه دپاسه یوې هفتې په جگړو کی لږ تر لږه ۴٦٠ یاغیان او ٢٢ حکومتي عسکر وژل شوي دي .

رحمان ملک نن د جمعې په ورځ په پېښور کی په یوه خبري کنفرانس کی خبري کولې او ویې ویل چی په باجوړ کی څه د پاسه درې زره وسله وال یاغیان چی خارجیان هم په کی شامل دي اوسیږی .

په دې سیمه کی د اگسټ په شپږمه هغه وخت د حکومتي عسکرو او یاغیانو تر منځ سختي جگړې پیل شوي دي چی یاغیانو د تلاشۍ په یوه پوسته کی په عسکرو باندی حمله وکړه .

د پاکستان پوځ په جواب کی ددغو یاغیانو ځایونه په جیټ الوتکو او هلیکوپترو بمباري کړل .

د صوبه سرحد گورنر آویس غني نن وویل چی ددې شخړو او جگړو په وجه په دې سیمه کی لږ تر لږه ٢١٩ زره خلک بیځایه شوي دي .

د باجوړ په قبایلي علاقه کی طالبانو او د القاعدې یاغیانو ځانته د پټیدو ډیر ځایونه جوړ کړي دي . او مامورین فکر کوی چي دغه یاغیان د همدې ځای نه په افغانستان باندی حملې کوی .

XS
SM
MD
LG