د امریکا جمهوررئیس بوش یو وار بیا ویلي دي چی روسیه باید خپله وعده پرځای کړی او د گرجستان نه ووځی .
هغه نن په سپینه ماڼۍ کی وینا وکړه او گرجستان یې « یوه زړه وره دیموکراسی » وبلله او یو وار بیا یې د هغه ملک په حاکمیت او د خاوري د تمامیت په اهمیت باندی فشار واچاوه.
هغه وویل چی د گرجستان خلکو خپله اینده د لویدیځو دیموکراسیو سره تړلې ده او لویدځ به هم هغوی یواځي پرې نږدي .
ښاغلي بوش وویل چی د لویدیځ سره د روسیې جنجالي روابط د هغه ملک په گټه نه دي او هغه په دې باندی ټینگار وکړ چی د خلکو په زړونو کی ویره او دهشت اچول د خارجی پالیسۍ د پرمخ بیولو سمه طریقه نه ده.
هغه دا وینا په داسی وخت کی وکړه چی د امریکا د بهرنیو چارو وزیره کاندولیزا رایس د گرجستان پایتخت تیبلیسي ته تللې ده چی د جمهوررئیس ساکاشویلي سره د گرجستان او روسیې تر منځ د اوربند په کیدو باندی خبري وکړی .
میرمن رایس ویلي دي چی د اوربند موافقه به ددې تضمبن وکړی چی روسي عسکر د گرجستان د خاوري نه ووځی .
ښاغلي کاشویلی د روسیې د کومیر سانت ورځپاڼی ته وویل چی دی تقریبا د هري موضوع په باب خبرو ته تیار دی ، مگر هغه خبر داری ورکړ چی دی به یواځي د خپل ملک د خاوري د تمامیت د گواښونو په باب د ا خبري ونه کړی .
له بلي خوا د جرمني صدراعظمه انجیلا مرکیل او د روسیې جمهوررئیس دیمیتري میدویدیف هم نن د روسیې د توري بحیرې د سوچی په تفریحي ښار کی ملاقات کوی چي په دې بحران باندي وغږیږي .