د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د ناوې ولسوالي ونیوله


چارواکي وايي چې امنیتي قواوې د غزني په ولایت کې د ناوې له ولسوالۍ نه راوتلي او دغه ولسوالي یې طالبانو ته پرې ایښې ده.

حکومتي چارواکو وویل چې پولیسو او عسکرو د یاغیانو سره د څو ورځو جگړو نه وروسته د ناوې ولسوالي طالبانو ته پرېښوده.

د طالبانو یوه نطاق، ‏ذبیح الله مجاهد هم ویلي دي چې طالبانو دغه ولسوالي نیولې او حکومتي ودانۍ ته یې اور اچولی او سوزولې یې ده.

یاغي طالبانو په تیرو وختونو ې څو گوښه ولسوالۍ نیولې دي، مگر هغه یې تر پایې پورې نه دي ساتلي.

پرون د امریکا په مشرئ ائتلافي قواوو وویل چې درې عسکر یې کله چې گزمه یې کوله د بم په چاودنه کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG