د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې له گرجستان سره اوربند وکړ


د روسیې جمهور رئیس دیمتري میدویدوف له گرجستان سره پر اوربند لاسلیک کړی دی.

د کرملین یوه نطاق نن دغه خبر اعلان کړ.

له دې مخکې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د اوربند اسناد یې تر لاسه کړي دي. وزارت وویل، هغه قرارداد هم پر ځای دی چې مخکې د جنوبي اوسیتیا او ابخازیا د جلا شویو سیمو مشرانو لاسلیک کړی دی.

د گرجستان جمهور رئیس میخایل ساکاشویلي د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې کنډولیزا رایس سره له لیدو وروسته د اوربند دغه تړون امضا کړ.

ساکاشویلي وویل، پر دغو اسنادو یې وروسته له هغه امضا وکړه چې فرانسې د تیرې هفتې په ترڅ کې د منځگړي په توگه دغه خبره روښانه کړه.

کنډولیزا رایس ویلي، د لاسلیک شوي اوربند له مخکې روسان باید سملاسي خپلې قواوې له گرجستان نه وباسي.

په عیني وخت کې، جمهور رئیس بوش ویلي، روسیه باید له امریکا، اروپا او نورو هیوادونو سره د ښو اړیکو د برقرارولو لپاره د گرجستان بحران پای ته ورسوي.

هغه د شنبې په ورځ، په خپله اونیزه راډیويي وینا کې وویل چې د روسیې له خوا د گرجستان اشغال د منلو وړ نه دی.

XS
SM
MD
LG