د لاس رسي وړ اتصالات

’د مشرف د مؤخذې مسوده بشپړه شوې’


د پاکستان ایتلافي حکومت ویلي، د جمهور رئیس پرویز مشرف د مؤخذه کولو مسوده یې بشپړ کړې ده.

ددغه مسودې جوړونکي کمیټې نن وویل چې پر جمهور رئیس باندې د ملک د اساسي قانون د نقض کولو تور دی او دغه مسوده به په راتلونکې اونۍ محکمې ته له وړاندې کیدو مخکې، د ایتلافي حکومت له خوا ارزیابي شي.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن وویل، جمهور رئیس مشرف باید تصمیم ونیسي چې استعفی ته تیار دی او که نه. قریشي وویل، که مشرف په راتلونکو دوو ورځو کې استعفی ونکړي نو د مؤخذه کولو بهیر به یې پیل شي.

د پاکستان مطبوعاتي ویلي، د مشرف او ایتلافي حکومت تر منځ د لانجي د منځگړیتوب لپاره د سعودي عربستان د استخباراتو رئیس اسلام آباد ته رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG