د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د استقلال د جشن نه مخکى په زرگونو پولېسان گزمىکوي


لږ تر لږه پنځه زره پولېسان دافغانستان په پاېتخت کابل کې د استقلال د جشن دورځى نه ېوه ورځ مخکى په گزمه بوخت دى.

د افغانستان د کورنېو چار وزارت نن دېکشنبى په ورځ ووېل چى د طالبانو د سقوط ېعنى ٢٠٠١ مېلادى کال راهېسى په کابل کې دومره ستر امنېتى اقدامات ندى لېدل شوى.

د افغانستان د کورنېو چارو وزارت واېې دغه اقدامات ددى لپاره کېږى چې د باور او اعتماد فضا را پېدا شى او داحتمالى خطرونو او گډوډېو مخه ونېول شى.

چارواکى واېې چې ددوشنبى دورځې د جشن مراسم ددى لپاره سرته رسېږى چې افغانستان ٨٩ کاله پخوا له برتانېې نه خپل استقلال گټلى و. رپوټ واېې چې د سږکال د جشن مراسم به د تېرکال په نسبت په وړه پېمانه باندى سرته ورسېږى.

رپوټ واېې چې د سږ کال په اپرېل کې سر تېرو په کابل کې دېوه ستر رسم گذشت کارونه گډوډ کړل.
په دغه پېښه کې ېاغېانو د افغانستان پرجمهوررئېس حآمد کرزى او له هغه سره نورو عالېرتبه مشرانو او دېپلوماتانو باندى ډزې وکړى. په دغه پېښه کې ښاغلى کرزى روغ رمټ پاتى شو خو درى تنه نور پکى ووژل شول.

بل پلو، یو افغان مامور وایی نن د افغانستان په جنوب کې د سړک د غاړی د بم په چادونه کی لس تنه پولیسان وژل شوی دی.

د کندهار د ولایت د پولیسو قوماندان مطیع الله خان وویل موټر د شاه ولي کوټ په ولسوالی کی په بم ور برابر شو. هغه د دې بم پړه پر طالبو تندلارو واچوله.

XS
SM
MD
LG