د لاس رسي وړ اتصالات

'روسېې د جورجېا نه د خپلو عسکرو په وتلو باندى پېل کوي'


فرانسه واېې چې روسان له جورجېانه دخپلو عسکرو په وتلو باندى پېل کوى. د فرانسى جمهور رئېس نېکولس سرکوزې واېې د روسېې جمهور رئېس ډېمېترى مېډوېډوف وعده کړېده چې د روسېې عسکر به د دوشنبى په ورځ د ورځې په نېماېې کې له جورجېانه په وتلو باندى پېل وکړى.

د فرانسى د جمهور رئېس نېکولس سر کوزې دفتر واېې چې روسى عسکرو د وتلو وعده د شنبى په ورځ د فرانسى او روسېې د جمهورو رئېسانو ترمنځ په تېلېفون باندى دا وعده وشوه.

د فرانسى د جمهوررئېس دفتر واېې چې ښاغلى سرکوزې مېډوېډېف ته ووېل چې که مسکو په دې کې ناکام شى چې دهغه اوربند په عملى کولو باندى عمل ونکړى چې د شنبى په ورځ پرې لاسلېک شوېدى نو دا کار به جدى عواقب ولرى.

په واشنگټن کې نن د ېکشنبى په ورځ د امرېکا خارجه وزېرې کانډو لېزا راېس ووېل چې اوربند له دواړو خواو نه مطالبه کوى چې خپلې قواوې بېرته خپلو هغو مواضعو ته په شا بوزې چې د اگست د اومى نېټى د شخړې له شروع کېدونه مخکى پکې ځاې په ځاې شوې وې.

کانډو لېزا راېس ووېل چې د اوربند شراېط د روسېې د سولې قواوته اجازه ورکوى چې په محدوده اندازه په موقتى ډول په ېوشمېر ځاېونو کې ترهغه وخت پورې پاتې شى چې داوروپا څارونکي ور ور سېږى.

کانډو لېزا راېس ووېل چې اوربند روسېې ته اجازه نه ورکوى چې د جورجېا لوېه لاره چې ختېځ نه لوېدېز ته ځى بنده کړى او ېا دجورجېا کلېوالو سېمو ته ور ننوزى.

رپوټ واېې چې د روسېې عسکر د شنبى په ورځ داې جېوتى له مرکز نه په شاروان دى. دغه ښارگوټى د جورجېا دمرکز تبلېسى نه ېوازې پنځوس کېلومتره لېرى پروت دى.

غربى دولتونو په مسکو باندى خپل فشار زېات کړېدى چې له جورجېانه خپل عسکر وباسى. تېره اونىپه دې برخه کې د فرانسى د جمهوررئېس او روسېې د جمهوررئېس او د جورجېاد جمهوررئېس مېخائېل ساکشوېلى ترمنځ ېوه موافقه لاسلېک شوه.

د امرېکا متحده اېالاتو او فرانسى پر روسېې باندى داتور لگولى دى چې روسېه له موافقى نه سرغړونه کوى. رپوټ واېې چې دوه اونى مخکى د جورجېا دعسکرو او له جورجېانه جلاشوي اېالت جنوبى اوسېشېا د بېلتون غوښتونکېو ترمنځ نښتى پېل شوې.

خو د جورجېا عسکر واېې چې دوى هغه وخت په نظامى اقداماتو پېل وکړ چې دروسېې له خوانه پرې ډزې وشوې. روسېې تېره اونى پر جورجېا بانى ېرغل پېل کړ او وې وېل چې داکارېې په اوسېشېا کې د خپلو خلکو د ساتنى لپاره کړېدى. په دغه وسله واله شخړه کې تقرېبا ١٢٠ زره کسان بې ځاېه شوېدى.

XS
SM
MD
LG