د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کی د المهدي د ځیږندی جشنونه ونمانځل شول


پرون د تهران او د ایران په نورو ښارونو کی د مذهبی شاندارو مراسمو په ترڅ کی چې پکی اور لوبې هم تر سره شوی.

د شیعه گانو د دولسم امام محمد ال مهدي د ځیږندی جشنونه ونمانځل شول.

دوی وایی امام محمد ال مهدي چې ورته د پټ امام یا د وخت امام لقب ورکړ شوی دی، په نهمه پیړی کی تری تم شو او پدې باور دی چی دی به د سولی د بیا تامین د پاره بیرته راځي.

د شنبې په شپه او د یکشنبې په روځ سهار وختي دا مراسم خپل اوج ته ورسیدل چې په لړ کی یی زیات شمیر خلکو خپل د درناوي مراسم پر ځای کړل.

سړکونه په څراغونو او گلانو ښکلي شوی واو خلکو هم دا ورځ په خوشحالیو نمانځي.

XS
SM
MD
LG