د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي قواو د بغداد په حۍ الجهاد سیمه کې خپل پوځي عملیات پیل کړل


پرون عراقي قواو د بغداد په حۍ ال جهاد نومې سیمه کې چې پکې هم شیعه او هم سنیان اوسیږی خپل پوځي عملیات پیل کړل.

د څوارلسمې لوا عسکر د کور په کور تلاشۍ په ترڅ کې په تندلارو پسې گرځیدل او د ویښې شورا په نوم یی د امریکایی قواو په ملاتړ د سني ډلی، یو قوماندان هم توقیف کړ.

عراقي پوځ وایی دا عملیات سهار وختي پیل شول او د نیول شوی قوماندان نوم یی طاهرعبدالله ال حمداني ښودلای دی.

پر هغه باندی دا تور دی چی د تررزم ملاتړ یی کاوه.

ددی ترڅنگ اسوشیتد پرس د القاعده د شکنجې ځاله هم په هغه سیمه کی وموندله.

XS
SM
MD
LG