د لاس رسي وړ اتصالات

د اسراییلو کابینې خپله اونیزه غونډه په بیت المقدس کې تر سره کړه


نن د اسراییلو کابینې خپله اونیزه غونډه په بیت المقدس کې تر سره کړه.

ددی غونډې په ترڅ کی د دوه سوو فلسطینی بندیانو د خوشې کولو مسله منظور شوه چی هدف یی فلسطیني حکومت ته د ښه نیت څرگندول دي.

ددی میاشتې په پیل کې د اسراییل صدر اعظم ایهود اولمرت د فلسطینی مشر محمود عباس سره ژمنه وکړه چی د اسراییلو په بند کی یو لس سوه فلسطیني بندیان به خوشي کړي.

د اولمرت دفتر وایی دوی غواړی دا په اثبات ورسوي چی فلسطینیان کولای شی چی له سوله ایزو لارو د خپلو بندیانو په خوشي کولو بریالی شی.

XS
SM
MD
LG