د لاس رسي وړ اتصالات

پرویز مشرف خپله استعفی اعلان کړه


د پاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف ملت ته په یوه تلویزیوني وینا کې خپله استعفی اعلان کړه. د مشرف د استعفی رپوټ ایوب خاورین وړاندې کوي.

د پاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف نن د دوشنبې په ورځ وویل د مواخذې د سیاسي ناندریو نه د هیواد د ژغورلو لپاره، دی استعفی ورکوي.

په تلویزیوني وینا کې پرویز مشرف ډیر احساساتي ښکاریده او ملت ته یې وویل چې هغه په دې ډاډمن دی چې هره پریکړه یې د هیواد او ملت د گټې لپاره کړې وه.

مشرف: ” د ملت او هیواد لپاره زه نن ددې مقام نه د استعفی پریکړه کوم. زما استعفی به د ولسي جرگې رئیس ته ورسیږي. زه د هیچا نه هیڅ هم نه غواړم. زما د راتلونکې پریکړه د ملت او ولس کار دی. دوی به قضاوت کوې او همدا خلک به انصاف کوې."

د پیپلز گوند او د نوازشریف د گوند د ائتلافي حکومت د جوړدیو د ورځې راهیسي پر پرویز مشرف د واک د پریښودو فشار وو. په تیرو څو اونیو کې د پاکستان څلورو ایالتي اسامبلیو او سیاسي گوندونو د ده د مواخذې غوښتنه کوله.

د پاکستان په اکثرو ښارونو کې عامو خلکو او په خاصه توگه سیاسي فعالینو د پرویز مشرف د استعفی په اعلان خوښي څرگندوي. په اسلام اباد کې د پاکستان د پیپلز گوند د مشر اصف علي زرداري په دفتر کې سلگونه خلکو د خوښي نارې ووښلي. فرزانه راجا د ولسي جرگې غړې ده. دا وایي

” نن د دیموکراتیکو قوتونو د بري ورځ ده. نن ورځ د دموکراتیکو ډلو او په خاصه توگه د محترمې بېنظیر بوټو د قربانیو او د پاکستان د پیپلز گوند د فعالینو د هڅو د بري لمر راختلی."

د پرویز مشرف په استعفی د پاکستان د وکیلانو د تحریک یوه غوښتنه هم پوره شوه.

وکیل: ” دا یو ستونزمن او اوږد مزل وو او نن یوه تاریخي ورځ ده ځکه موږ په دې وتوانیدلو چې هغه مو استعفی ته اړ کړ او که خدای کول د قانون د حاکمیت هڅې به همداسي دوام وکړې او مشرف به د پاکستان په ستره محکمه کې محاکمه شي."

بلخوا په اسلام اباد کې یو دکاندار وایي: ” ښه کار وشو چې پرویز مشرف استعفی ورکړه. د هیواد ټول سیاسي قوتونه ، عام خلک او مطبوعات د هغه په خلاف وو."

دا معلومه نده چې مشرف به په پاکستان کې پاتې شي او که نه. که څه هم پرویز مشرف د امریکا په پلوي کولو لویدیځ ته ډیر نژدې شوی وو خو په خپل هیواد کې یې ورځ په ورځ محبوبیت له لاسه ورکوو. په پاکستان کې اکثر خلک له امریکا سره د پرویز مشرف دوستي د بې امنیتي عامل گڼي.

په داسي حال کې چې د پرویز مشرف سیاسي موقف کمزوری شوی وو، د لویدیځو هیوادونو لپاره دا مهمه نه وه چې د پرویز مشرف سره څه کیږي بلکې دا مهمه ده چې د پاکستان سیاسي لانجې د ترورزم سره د ملکي حکومت پر پالیسي څه ډول اغیزې لري.

XS
SM
MD
LG