د لاس رسي وړ اتصالات

’د پاکستان بلوڅان خپلواکي غواړي’


په امریکا کې د بلوڅ قوم د حقونو مدافع دوو سازمانونو په روانې اونۍ کې دلته په واشنگټن کې غونډه جوړه کړې وه.

د بلوچستان امریکايي دوستان او په شمالي امریکا کې د بلوڅو د ټولنې په نامه ددغو دوو سازمانونو استازو د واشنگټن د مطبوعاتو په تالار کې وویل چې غواړي د بلوچ د آزادي غوښتونکي قوم غږ د نړیوالو تر غوږونو ورسوي.

دغه سازمانونه ادعا کوي چې په ١٩۴٧م کال کې د پاکستان او هند د تجزیې پر وخت بلوجستان ته هم خپلواکي ورکړل شوه خو له هغه یوه کال وروسته د ١٩۴٨ په مارچ کې پاکستاني قواوو په زور بلوچستان د پاکستان یوه برخه وگرځوله.

په شمالي امریکا کې د بلوڅو د ټولنې استازي وايي چې له ههمغه کال راهیسې د بلوچستان ټول د تیلو او گازو منابع او سمندري بندرونه پاکستان اشغال کړي دي.

ددغې ټولنې رئیس رابرټ سیل وویل، په داسې حال کې چې پاکستان خپله ٦١مه د خپلواکئ کالیزه لمانځي، د بلوچستان ٢٠ میلیونه انسانان د خپلو طبیعي حقونو او خپلواکئ نه محروم کړل شوي دي.

ددغه ټولنې مشر د بلوڅو لپاره د ریفرنډم غوښتنه وکړه.

هغه وویل: ”امریکا باید له ملگرو ملتونو نه وغواړي چې د بلوچستان لپاره د جنوبي آسیا او نورو بین المللي مشرانو په گډون یو کمیسیون وټاکي او په بلوچستان کې د روانې بې عدالتئ د مخنیوي لارې چارې پیدا کړي او که چیرې ټولې خواوې راضي وي، بلوڅ قوم ته باید د یوه آزاد ریفرنډم زمینه برابره شي”.

ښاغلي سیل، د امریکا د حکومت له مقاماتو نه هم غوښتنه وکړه چې د سیمې په باب په خپلې پالیسئ باندې له سره غور وکړي.

د بلوڅو د حقونو مدافع دغه ټولنې وايي، په ایران کې هم د دوی د قوم خلک د ایران د حکومت تر زور او جبر لاندې ژوند کوي. دوی وايي، په تیرو څو کلونو کې په لسگونو د بلوڅو د قوم فعالین د ایران حکومت نیولي او ځینې یې په دار زړولي دي.

خو دوی وايي، تر دې ډیر بلوڅان په پاکستان کې وژل شوي دي. په شمالي امریکا کې د بلوڅانو د ټولنې رئیس ډاکتر وحید بلوڅ وايي، یوازې د روان کال د جولای په ١٩ د بلوچستان د ډیره بگتي په سیمه کې د پاکستاني عسکرو په لاس لږ تر لږه ١٠٠ تنه ووژل شول.

هغه وویل: ”په زرگونو بلوڅانو په دغه جگړه کې ژوند له لاسه ورکړی دی. د پاکستان د پوځ د هغو عملیاتو له آمله چې په ٢٠٠٥ کال کې یې شروع کړي د بگتي او مري د قوم په زرگونو خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي دي”.

په بلوچستان کې د جمهوري وطن گوند بلوڅ مشر، نواب اکبر بوگتي هم څه موده مخکې د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې وژل شوی و.

وحید بلوڅ وویل، هم د پاکستان په خاوره کې او هم د ایران په خاوره کې د بې گناه بلوڅانو قتل عام روان دی. هغه وویل د F16 کومې پوځي الوتکي چې امریکا د پاکستان حکومت ته د تروریزم سره د مبارزې لپاره ورکړي، هغوی یې په بلوچستان کې د بلوڅ قوم په خلاف کاروي.

XS
SM
MD
LG