د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف: د برطرفۍ تورونه بې بنېاده دي


د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف واېې دى ددې لپاره استعفى کوى چې د خپلې برطرفۍ د مبارزې نه ځان وژغورى ځکه چې دده په نظر به دا مبارزه ملت ته تاوان ورسوى.

ښاغلى مشرف په خپله تلوېزېونى وېنا کې خلکو ته نن ددوشنبى په ورځ ووېل چې ده کوم ناوړه کار ندى کړى خو دې د خپل هېواد دخېر ښېگړې لپاره له جمهورى رېاست نه استفعى کوى.

هغه ووېل چې د برطرفۍ تورونه بې بنېاده دي. خو هغه ووېل چې ددغو تورونو پر ضد مقابله ښاېې پاکستان نور هم بې ثباته کړى. هغه له خپلو پالېسېو نه په تېرو نهو کلونو کې دفاع وکړه.

هغه ووېل چې دده مخالفېنو دده خلاف بې بنېاده الزامونه لگولى دى او لکه څنگه چې ده ووېل غواړى چې د پاکستان اولس تېرباسى.

د پاکستان د جمهور رئېس پروېز مشرف مخالفېنو له انتخاباتو نه وروسته په پارلېمان کې واک او اختېار پېدا کړ او د سږ کال په اولو کې ېې نوى حکومت جوړ کړ.

رپوټ واېې چې د پاکستان واکمن اېتلاف د ښاغلى مشرف پرخلاف د جمهورى رېاست نه دهغه د برطرف کولو لپاره تورونه راټول کړى ول که چېرې هغه استعفى نه واى کړى نو هغه به ېې پرې لگولى واى.

د پاکستان د واکمن اېتلاف د پېپلز د گوند د مشرانو د جرگى ېوه غړى سناتور رضا ربانى د جمهور رئېس پروېز مشرف استعفى ددېموکراسى لپاره کامېابى وبلله. تر اوسه پورې دامعلومه نده چې د جمهور رئېس پروېز مشرف ځاى به څوک ونېسى.

په دې نېژدى مېاشتو کې په پاکستان کې برېښنا هر وخت قطع کېږى، د خوراکى شېانو نرخونه جگ شوېدى، د اسهامو په مارکېټ کې بېه بېخى ټېټه روانه ده او د پاکستان د روپۍ بې ارزښته کېدل په ټوله هېواد کې ېوه ستره ستونزه گڼل کېږى.

د مسلم لېک نواز گوند ېوه نطاق احسان اقبال ووېل چې د ښاغلى مشرف استعفى به په پاکستان کې نور ثبات راولى او حکومت به نورو مهمو او عاجلو مساېلوته توجه وکړى.

رپوټ واېې چې د ښاغلى مشرف د استعفى نه وروسته په ټول هېواد کې خلکو خوشالى کوله.

رپوټ واېې چې پر ښاغلى مشرف باندى د غېر قانونى کارونو د کولو او له اساسى قانون د سرغړونى تورونه لگول شوېدى، ځکه چې هغه په ملک کې اضطرارى حالت اعلان کړى و.

هغه دغه اقدامات ددې لپاره کړى ول چې د سترې محکمى قاضى له خپلې وظېفى نه برطرف کړى چې د خپل جمهورى رېاست په دوېمه دوره کې له قانونى اعتراضونو سره مخامخ نشى.

دپاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف د ترهگرى په جگړه کې د امرېکا ډېر مهم انډېوال و، خو دهغه داخلى نقادان واېې چې د هغه د حکومت د چلولو په چاروکې له مطلق العنانى او ټولواکى نه کار اخېستل ورځ په ورځ زېاتېدل.

پروېز مشرف چې اوس پنځه شپېته کلن دى په خپل هېواد کې په دې غندل شوېدى چې هغه له امرېکا سره لاس ېو کړ او د مسلمانو افراطېانو پر ضد ېې ډېر سخت اقدامات وکړل. رپوټ واېې په دغه هېواد کې نظامې عملېات په دې کې پاتې راغلل چې د مرگ ژوبلې او تشدد د څپو مخه ونېسى.

جنرال پروېز مشرف په ١٩٩٩ مېلادى کال کې نظامى کودېتا وکړه او دهغه وخت صدر اعظم نواز شرېف ېې له قدرت نه وغورځاوه.

رپوټ واېې چې د جنرال پروېز مشرف پر خلاف څومرگانې حملى وشوې او سېاسى شخړې او ناکرارى ورته راپېدا سوې خو هغه له ټولو نه روغ رمټ راووت.

تېرکال پروېز مشرف، هغه وخت د خپلو خلکو ملاتړ تر زېاتى اندازې پورې له لاسه ورکړ چې د هېواد د سترې محکمى قاضى او ېو شمېر نور قاضېان ېې برطرف کړل.

د قاضېانو له برطرفى نه وروسته په هېواد کې له تاو ترېخوالى او مرگ ژوبلى نه ډکې مظاهرې په ټول هېواد کې پېل شوې. څو مېاشتى وروسته حکومت دېته اړشو چې قاضېان بېرته په خپلو وظاېفو باندى وگومارى.

په ٢٠٠٢ مېلادى کال کې په پاکستان کې انتخابات وشول خو د زېاترو خلکو له خوانه ورته په دې نظر کتل کېدل چې ډېره ټگى اوبرگى پکى شوېده.

هغه پارلېمان چې ددغو انتخاباتو نه وروسته منځته راغى. اول ېې جنرال پروېز مشرف د جمهور رئېس په توگه انتخاب کړ. خو دى په ٢٠٠٧ مېلادى کال کې مخکى له دېنه چې دپارلېمان موده پاېته ورسېږى، بېا انتخاب سو.

د جمهور رئېس مخالفېنو په دې اعتراض وکړ چې ولې دې له ېوې خوانه د هېواد جمهور رئېس دى او له بلې خوانه د هېواد دوسله والو قواو مشر دى.

د پاکستان د قانون له مخى دا کار غېر قانونى و. خو جنرال پروېز مشرف له پوځ نه په ٢٠٠٧ مېلادى کې د نومبر په ٢٨ مه نېټه استعفى وکړه.

تردې ېوه ورځ مخکى هغه ته دنوى دورې لپاره د جمهور رئېس په توگه د وفادارى سوگند ورکړل شوى و.

XS
SM
MD
LG