د لاس رسي وړ اتصالات

پروېز مشرف  ١٩٩٩ -  ٢٠٠٨


د پاکستان جمهور رئېس پروېزمشرف د ترهگرى په جگړه کې دامرېکا ډېر مهم انډېوال و، خو دهغه داخلى نقادان واېې چې د هغه د حکومت د چلولو په چاروکې له مطلق العنانى او ټولواکى نه کار اخېستل ورځ په ورځ زېاتېدل.

پروېز مشرف چې اوس پنځه شپېته کلن دى په خپل هېواد کې په دې غندل شوېدى چې هغه له امرېکا سره لاس ېو کړ او د مسلمانو افراطېانو پر ضد ېې ډېر سخت اقدامات وکړل.

رپوټ واېې په دغه هېواد کې نظامې عملېات په دې کې پاتې راغلل چې د مرگ ژوبلې او تشدد د څپو مخه ونېسى.

جنرال پروېز مشرف په ١٩٩٩ مېلادى کال کې نظامى کودېتا وکړه او دهغه وخت صدراعظم نواز شرېف ېې له قدرت نه وغورځاوه.

رپوټ واېې چې د جنرال پروېز مشرف پر خلاف څو مرگانې حملى وشوې او سېاسى شخړې او ناکرارى ورته راپېدا سوې خو هغه له ټولو نه روغ رمټ راووت.

تېرکال پروېز مشرف، هغه وخت د خپلو خلکو ملاتړ تر زېاتى اندازې پورې له لاسه ورکړ چې د هېواد د سترې محکمى قاضى افتخار محمد چوهدرى او ېو شمېر نور عالېرتبه قاضېان ېې برطرف کړل.

د قاضېانو له برطرفى نه وروسته په هېواد کې له تاو ترېخوالى او مرگ ژوبلى نه ډکې مظاهرې په ټول هېواد کې پېل شوې. څو مېاشتى وروسته حکومت دېته اړشو چې قاضېان بېرته په خپلو وظاېفو باندى وگومارى.

په ٢٠٠٢ مېلادى کال کې په پاکستان کې انتخابات وشول خو د زېاترو خلکو له خوانه ورته په دې نظر کتل کېدل چې ډېره ټگى اوبرگى پکى شوېده. هغه پارلېمان چې ددغو انتخاباتو نه وروسته منځته راغى. اول ېې جنرال پروېز مشرف د جمهور رئېس په توگه انتخاب کړ.

خو دى په ٢٠٠٧ مېلادى کال کې مخکى له دېنه چې دپارلېمان موده پاېته ورسېږى، بېا انتخاب سو. د جمهور رئېس مخالفېنو په دې اعتراض وکړ چې ولې دې له ېوې خوانه د هېواد جمهور رئېس دى او له بلې خوانه دهېواد دوسله والو قواو مشردى. د پاکستان د قانون له مخى دا کار غېر قانونى و.

د ښاغلى مشرف مخالفېن واېې چې دهغه دوه چوکى چې همدې د هېواد اولس مشر وى او همدى د پاکستان د پوځ مشروى ېو غېر قانونى کار و. خو جنرال پروېز مشرف له پوځ نه په ٢٠٠٧ مېلادى کې د نومبر په ٢٨ مه نېټه استعفى وکړه. تردې ېوه ورځ مخکى هغه ته دنوى دورې لپاره د جمهور رئېس په توگه د وفادارى سوگند ورکړل شوى و.

XS
SM
MD
LG