د لاس رسي وړ اتصالات

عېنى شاهدان: د روسېې عسکر له گرجستان نه، نه وزي


په گرجستان ېا جورجېا کې خارجى خبرېالان او نور عېنى شاهدان واېې چې د دې خبرى هېڅ نښى نښانې نه ښکارى چې روسي عسکر له گرجستان نه د وتلولپاره ځانونه چمتو کوى.

د روسېې ېوه نظامى نطآق جنرال اناتولى نوگوېتسېن نن د دوشنبى په ورځ ووېل چې دده دهېواد عسکرو له گرجستان نه په وتلو باندى پېل کړېدى.

خو خبرېالان او د گرجستان چارواکى واېې چې د روسېې عسکر لا تر اوسه پورې هم په مهمو ځاېونو کې چې د بېلتون غوښتونکي اېالت جنوبى اوسېشېا نه ډېر لېرى دى پراته دى.

نن د امرېکا چارواکېو ووېل چې روسې خپل توغندى څو مېله خو ځولى دى او په جنوبى اوسېشېا کې ېې د جمعى په ورځ ځاې په ځاى کړېدى.

روسانو تقرېبا دوه اونى مخکى خپل عسکر او ټانکونه دغې سېمى ته لېږلى وو او وېل ېې چې وروسته له هغه نه چې گرجستان خپل عسکر ور واستول نو دوى باېد حتما خپل اتباع هلته په اوسېشېا کې خوندى کړى وى.

د روسېې جمهور رئېس دېمېترى مېډوېډوف نن د دوشنبى په ورځ په کورسک کې خپله وعده بېا تکرار کړه او وې وېل هر څوک چې د روسېې اتباع تهدېدوى هغوى ته به وېجاړوونکى گوزار ورکړل شى.

په تېرو څو کلونو کې مسکو د جنوبى اوسېشېا اوسېدونکېو ته پاسپورتونه ورکړېدى.

روسېې په چټکى سره د جنوبى اوسېشېانه پر مختگ وکړ او اوس سر بېره پر څو مهمو ښارونو د د تورې بحېرې بندر پوټى هم ددوى په لاس کې دى.

د گرجستان مهمى لوېې لارې هم دروسى عسکرو په لاس کې دى.

XS
SM
MD
LG