د لاس رسي وړ اتصالات

’روسي عسکر له گرجستان نه په وتلو نه دي’


په گرجستان کې خبریالان وايي، داسې هیڅ نښې نښانې نه ښکاري چې روسي عسکر له گرجستان نه وځي. خو د روسیې د پوځ یوه نطاق ویلي قواوو یې له گرجستان نه په وتلو پیل کړی دی.

د گرجستان تلویزیون د روسي زغره دار ټانکونه ښيي چې د گرجستان د پولیسو پر ولاړو موټرو ورخیژي. د تلویزیون رپوټ وايي، دغه پیښه د دوشنبې په ورځ د آی گوټي په مرکزي ښار کې شوې ده.

خبریالان وايي، داسې نښي نښانې نه لیدل کیږي چې روسي قواوې وتلو ته تیا‏ري نیسي. که څه هم د اوربند د قرارداد لمخې، د روسیې عسکر باید له گرجستان نه ووځي.

د روسیې پوځي مقامات وايي، قواوو یې په وتلو پیل کړی دی.

د روسیې ډگر جنرال نیکولای ایواروف د دوشنبې په ورځ وویل چې له سیمې نه په بشپړ ډول نه وځي او په خینو سیمو کې یې بیرته خپلې قواوې ځای پر ځای کړي دي. جنرال ایواروف وویل:

”د قواوو وتل په دې معنی ده چې ټول عسکر و ایستل شي. لکه روسي قواوې چې له ختیځ جرمني نه ووتلې. خو د قواوو پر شا تگ بیا په دې معنی دی چې دغه قواوې بیرته په یوه بله سیمه کې ځای پر ځای شي. زموږ هم له گرجستان نه خپلې قواوې په شا بیایو او په جنوبي اوسیتیا کې یې ځای پر ځای کوو. بس همدومره”.

روسي قواوې د روانې میاشتې په سر کې هغه وخت گرجستان ته ننوتلې چې گرجستان د جنوبي اوسیتیا جلا شوې سیمې ته عسکر ولیږل.

د اگست په اوومه د دواړو خواوو تر منځ جگړه ونښته خو د فرانسې په منځگړیتوب د شوي اوربند پر اساس دواړه ملکونه باید خپلې قواوې خپلو پخوانیو موقعیتونو ته پر شا بوځي.

د دوشنبې په ورځ، د روسیې جمهور رئیس دیمتري میدویدوف گرجستان ته خبرداری ورکړ چې کیدای شي د قواوو د تازه عکسلعمل سره مخ شي.

میدویدوف وايي: ”کچیرې څوک دا فکر کوي چې کولای شي زموږ خلک او هغه عسکر راووژني چې د سولې په ټینگولو لگیا دي او بیا به همداسې پاتې شي. موږ به هیڅکله دې کار ته اجازه ورنکړو. که څوک دا کار بیا تکراروي، موږ به تر دې هم سخت عکسلعمل وښیو”.

د روسیې یوه نطاق هغه تورونه بې بنیاده گڼلي چې وايي، روسانو جنوبي اوسیتیا ته د لنډ واټن توغندي انتقال کړي دي.

د سپینې ماڼۍ نطاق گورډن جانډرو دغې خبرې ته په مستقیم ډول اشاره ونکړه.

هغه وویل: ”زه نه غواړم په دې باب تفصیلي خبرې وکړم چې دا وخت د روسیې کوم ډول پوځي جبهې او مهمات سمیې ته انتقال شوي دي. خو دا یوه خبره باید روښانه کړم: کچیرې دغه قواې د اگست له شپږې وروسته انتقال شوي وي، نو باید ووځي. ځکه چې د اوربند په قرارداد کې روسیې همدا ژمنه کړې ده”.

همدارنگه د دوشنبې په ورځ، په واشنگټن کې د گرجستان سفیر، واصل سکارولیدز د خپل هیواد لپاره غوښتنه وکړه. هغه وویل:

”زه فکر کوم آزاده نړۍ باید د اوربند د قرارداد د بشپړ پلي کیدو غوښتنه وکړي او بیا وروسته د سولې د تړون پر سر خبرې وکړو”.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې، کنډولیزا رایس ویلي امریکا او متحدین به یې روسیه پرې نږدي چې گرجستان ونیسي.

میرمن رایس نن د سه شنبې په ورځ په برسلز کې په هغه غونډه کې گډون لري چې د گرجستان او روسیې تر منځ د روان بحران په اړه جوړه شوې ده.

XS
SM
MD
LG