د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی غواړي بیا جمهوري ریاست ته ځان کاندید کړي


د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی غواړی بل کال بیا جمهوري ریاست ته ځان کاندید کړی.

هغه نن د سه شنبې په ورځ د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته وویل چی ده کوشش کړی چی دافغانستان نه سوله ایز ، نیکمرغه او دیموکراتیک هیواد جوړ کړی.

هغه وویل چی دی په دې برخه کی تر یوې اندازې کامیابه سوی دی ، مگر نور کار او فعالیت ته لا ضرورت لری.

د افغانستان مشر وویل چی دده ملک تر اوسه سولي ته نه دی رسیدلی او داسی حکومت هم نه لری چی په مناسبه طریقه اجراات وکړی.

حامد کرزي دا هم وویل چی د افغانستان خلک تر اوسه هم د تروریستانو د حملو سره مخامخ دي او دده په قول افغانان ‏«‎ د ثبات را وستو په جگړه اخته دي.‏»‎

تیره میاشت د افغانستان لوی څارنوال عبدالجبار ثابت اعلان وکړ چی جمهوري ریاست ته به ځان کاندید کړی.

ښاغلي کرزي هغه په دا بله ورځ برطرفه کړ ، او داسي دلیل یې راوړ چی په دې چوکۍ کی به هیځ راز سیاسي نفوذ او تاثیرات موجود نه وي .

XS
SM
MD
LG