د لاس رسي وړ اتصالات

کرزى: د مرگ ژوبلى د زېاتېدو سبب ترهگرانو ته د توجه کموالى دى


د فرانسې جمهور ریس، نیکولاس سرکوزي، نن کابل ته له رارسېدو سره د ارګ په ماڼۍ کې له ولسمشر حامد کرزي سره ولېدل.

د جمهور ریس کرزي د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دواړو مشرانو له تروریزم سره د جګړی په سر خبری وکړې.

د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزى واېې په هېواد کې مرگ ژوبله ځکه زېاته شوېده چې حکومت په دې کې ناکام شو چې د ترورېستانو خوندى ځاېونو او د هغوى منابعو ته په کافى اندازه توجه وکړى.

ښاغلى کرزى ووېل چې د ترورېستانو خوندې ځاېونو او د هغوى سره د مالى مرستو د شبکو په برخه کې په کافى اندازه توجه نه کېږى.

ښاغلى کرزى له خبرېالانو سره په هغه مجلس کې خبرى وکړى چې د فرانسى د جمهور رئېس نېکولس سرکوزى سره ېې په کابل کې درلود.

سرکوزي افغان مشر ته ډاډ ورکړی چې فرانسوي سرتېري به تر هغو پوری په افغانستان کې پاتې شي تر څو چې ورته اړتیا وي.

او کرزي فرانسوي سیال ته د کابل په ختیځ کې د سروبي په اوزبین سېمه کې دوژل شویو فرانسوي سرتېرو د وژنې په خاطر د همدردۍ مراتب وړاندی کړل.

تېره ورځ په اوزبين کې د فرانسوي سرتېرو او وسلوالو ترمنځ په نښته کې لس فرانسوي سرتېري ووژل شول او یو ویشت نور بیا ټپي شول. فرانسوي مشر جمهور ریس کرزي ته ویلي چې دا ډول پېښې یې په اړیکو هیڅ اثر نه شي غورځولی.

دواړو مشرانو په خپلو کې په لېدنه کې پدی ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دی په امنیتي ادارو کې زیاته همغږي رامنځته شي.

نیکولاس سرکوزی چې نن سهار کابل ته راورسېد لومړی یې د خپل هیواد له سرتېرو سره ولېدل او هغوی ته یې د تېری ورځې د پېښې په اړه مراتب وړاندې کړل هغوی ته یې وویل چې ستاسو مبارزه په افغانستان کې د نړۍ د ژغورنې لپاره ده او باید اوږده پاتې شي.

فرانسه د ناټو په مشرۍ دایساف په لیکو کې ۱۹۰۰ سرتیري لري او د رپورټونو له مخې د روانې اګست میاشتې تر پایه به اووه سوه اضافي سرتیري هم راولیږي.

له سرکوزي سره پدی سفر کې دهغه د کابېنې د دفاع وزیر هاروي مارین او د باندېنیو چارو وزیر برنارد کوچنیر هم ملګرتیا کوي.

او واشنگتن پست وایی په کابل په ختیخ کې طآلبان او د هغوى سره متحد پخوانى جنگسالار گلبدېن حکمتېار هم د سروبى په سېمه کې عملېات کوى.

د واشنگټن پوسټ رپوټ واېې چې دا د ٢٠٠٥ کال د جون د مېاشتى نه را په د ېخوا په خارجى عسکرو باندى سخته حمله گڼل کېږى.

هغه وخت شپاړس امرېکا ېې عسکر وروسته له هغه نه ووژل شول چې دهغوى هېلېکوپټره په ېوه راکټ لانچر باندى ولگېدله.

واشنگټن پوسټ داهم لېکى چې تقرېبا ١٩ تنه طآلبان د چارشنبى په ورځ په دوو جلا نښتو کې په خوست او پکتېا کې ووژل شول.

همدارنگه د اېتلاف ېوعسکر هم هغه وخت په لوېدېزو برخوکې وخت ووژل شو چې گزمه ېې کوله.

ورځپاڼه واېې چې دغه ېاغېان د خوست د الېشېر په علاقه دارى کې ووژل شول. ېاغېانو د بېارغونى د ېوې کمپنى پر مامورانو حمله کړې وه.

د خوست د امنېه قوماندان عصمت الله علېزي ووېل چې د افغانستان پولېسو او عسکرو دغه ېاغېان په متقابله حمله کې ووژل.

د خوست والى ارسلا جمال ووېل چې په دغه حمله کې د بېا رغونى ېو کارگر ووژل شو.


XS
SM
MD
LG