د لاس رسي وړ اتصالات

د هند تر کنترول لاندی کشمېر کی هندوانو د پولېسو سره نښتی وکړی


نن د هند تر کنترول لاندی کشمېر کی هندوانو د حکومت له خوا د لگول شوو مقرراتو با وجود د پولېسو سره نښتی وکړی. پولېسو په جامو کی د هندوانو د خپرولو لپاره اوښکې بهونکې غاز استعمال کړ.

پنځه وېشت کسان په دغو نښتو کی ژوبل شول. مظاهره چېانو د پولېسو څو موټرې هم وسوځولې. هندوان د حکومت نه غواړی ېوه قطعه د ځمکه دې ورته ور حواله کړی چه د هندو زېات کوونکو لپاره په کې ارام سراېې جوړ کړی.

مسلمانان د هندوانو ددی غوښتنې سره سخت مخالفت ښېې ځکه چه زمکه خپل ملکېت گڼی. تر اوسه پوری اته وېشت تنه مسلمانانو ددغه د حکومت ددغه اقدام په خلاف په مظاهرو کی د پولېسو په ډزو کی وژل شوی دی.

نن د هند ملی امنېت رېس اېم کی ناراېان سرېنگر ته لاړ چه د امنېت په باب د صوباېې مقاماتو سره سلا مشوره وکړی.

XS
SM
MD
LG