د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د المپیک په لوبو کې د برونزو مډال وګټه


د افغانستان د تکواندو لوبغاړي روح الله نيکپا نن د زمري د میاشتې په٣٠ د بیجینگ د المپیک په لوبو کې دژيړو مډالترلاسه کړ.

د رپوټونو له مخې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د نوموړي سره ددې بریالیتوب وروسته په ټلیفون کې خبرې وکړې او ورته یې مبارکي وویله.

روح الله نيکپا د ٥٨ کيلو گرامه وزن په لوبو کې خپله لومړنۍ لوبه د جرمني له تونکت ليوينت څخه څلور درې وگټله.

روح الله نيکپا د برتانيا او اسپانيې لوبغاړو ته په ماتې ورکولو سره وکړای شول چې د ژیړو مدال وگټي.

سبا ته بل افغاني تکواندو کوونکی نثاراحمد بهاوي د المپیک په لوبو کې سیالۍ تر سره کوي.

XS
SM
MD
LG