د لاس رسي وړ اتصالات

آیا اوس د پاکستان سیاسي گوندونه په خپل مینځ کې یوالي ته ادامه ورکړای شي؟


د مشرف له استعفا وروسته دا پوښتنې راپورته شوې چې ایا د یوه گډ دښمن له منځه تلو وروسته به د پاکستان سیاسي گوندونه په خپل مینځ کې یوالي ته ادامه ورکړای شي او که نه.

یوه گډ تړون ته د رسېدو لپاره د پاکستان پیپلز گوند مشران اصف علي زرداري او بلاول بوټو زرداري پرون په اسلام اباد کې د نورو سیاسي گوندونو له مشرانو سره ولیدل.

خو داسې ښکارې دوی جوړجاړي ته په رسېدو کې تر اوسه پاتې راغلي.

د عوامي نیشنل گوند مشر اسفندیار ولي: "مونږ د لویو سیاسي گوندونو لخوا د لاسلیک شوو دوسیو په هکله یو څه اندېښنې لرو. له نواز شریف او آصف رزداري څخه د هغو ځواب غواړو. مونږ د ٧٢ ساعتونو وخت غوښتی او له هغه وروسته به وروستۍ پرېکړه وکړو."

د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې شېري رحمان د مشرف خلاف په کمپاین کې د وړو گوندونو رول وستایو.

شیري رحمان: "د مواخذې په پروسې او د فشار په اچولو کې وړو گوندونو ډېر مهم رول لوبولی. مونږ د هغوی د گټو خیال ساتلی. دوی د خبرو په نتیجو او په خپلو ترتیباتو باندې د غور لپاره د ٧٢ ساعتونو وخت غوښتی."

مېرمن شېري رحمان وویل چې دا له دې خبره نه ده چې نواز شریف د خبرو د جریان لپاره یواځي د چلرویشت ساعتونو وخت ورکړی.

شیري رحمان: "که دوی د څلرویشت ساعتونو خبره کړې وي، نو زه باندې خبره نه یم. خو زه فکر نه کوم د ټلوالې کوم غړی دې د نورو په هکله داسې خبرې وکړي."

ډېر پاکستانیان اوس هم غواړي چې مشرف دې سزا شي. پرون په اسلام آباد کې د مشرف مخالفین په سړکونو را ووتل او د گوښه شوو قاضیانو د بېرته په ځای کولو غوښتنه یې وکړه

د پاکستان په قبایلي سیمو کې هم خلکو د مشرف په استعفا خوښي څرگنده کړه. او هیله یې څرگنده کړه چې راتلونکی جمهور رئیس به د هیواد خراب اقتصاد بېرته په پښو ودروي.

د پاکستان اقتصادي وضع د لوړو بیو، بې کارۍ او د برېښنا د کموالي له کبله ډېره خرابه شوې.

XS
SM
MD
LG