د لاس رسي وړ اتصالات

زرداري او نواز شرېف بر طرف شوي قاضېان 'بېرته مقرروي'


د پاکستان واکمن اېتلاف د اگست په ١٩ مه نېټه خپل نوى کار پېل کړ. تر دې ېوه ورځ مخکى د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف د سېاسى مخالفتونو له امله استعفى وکړه.

همدارنگه د پاکستان په شمال لوېدېز کې افراطېانو په ېوه چاودنه کې لږ تر لږه ٢٦ کسان وژلى دى. واشنگټن پوسټ لېکى دا پخپله هغه ستونزې څرگندوى چې نوى حکومت ورسره مخامخ دى.

ورځپاڼه لېکى چې د اېتلاف مشرانو آصف على زردارى او نواز شرېف په اسلام اباد کې په دوېمه ورځ هم سره ملاقات وکړ چې په دې خبره بحث وکړى چې نهه کاله نظامى حکومت نه وروسته په لومړى قدم څه وې چې دوى ېې پورته کاندى.

واشنگټن پوست لېکى داسى معلومېږى چې د د پېپلز گوند مشراصف على زردارى او د مسلم لېگ نواز گوند مشر نواز شرېف د هغو شپېتو قاضېانو په مقررولو کې چې پروېز مشرف برطرف کړى ول، له ېو بل سره اختلاف نظر لرى.

ورځپاڼه لېکى د جمهور رئېس پروېز مشرف له استعفى نه ېو څو ساعته وروسته، زردارى او نواز شرېف په خپلو تلوېزېونى وېنا گانو کې لوړه وکړه چې برطرف شوى قاضېان به بېرته مقرروى.

خو هغه چارواکى چې په حساسو مساېلو باندى خبرى دى هغوى واېې چې د اېتلاف په مشرانو کې په دې خبره اختلاف نظر موجود دى چې د سترى محکمى قاضى افتحآر محمد چوهدرى بېره مقرر کړى شى او که نه.

XS
SM
MD
LG