د لاس رسي وړ اتصالات

ګورډن براون په هلمند کې د خپل هیواد له عساکرو  سره ولیدل


د برېطانیا صدر اعظم، ګورډن براون چې نن افغانستان ته په سفر تللی وو، لومړی یې د خپل هیواد له عساکرو چې په هلمند کې میشت دي ولېدل او دخپل هیواد د سرتېرو پوښتنه یې وکړه.

له هلمند نه وروسته، براون کابل ته راغی او د ارګ په ماڼۍ کې یې له حامد کرزي سره تر لنډې کتنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې برخه واخېسته.

د برېطانیا صدر اعظم په خپلو خبرو کې وویل چې په هلمند کې د طالبانو په وړاندې د پام وړ پرمختګ شوی او وضع د پخوا په پرتله ښه شوې.

براون زیاته کړه چې له جمهور ریس کرزي سره یې پدی خبرې وکړې چې څنګه کېدای شي د افغان ملي اردو د شمېر او روزنې چاری ګړندئ شي.

هغه وویل هیواد ته یې اوس مهمه داده چې د ملي اردو روزنه چټکه کړي او د افغان ملي اردو د سرتېرو شمېر چې اټکل شوی ۱۲۰ زرو ته ورسېږي باید کار وشي تر څو دا شمېره له دی هم لوړه لاړه شي.

د برېطانیا صدر اعظم دا ډول اعلان وکړ چې هیواد به یې له افغانستان سره د ۱۲۰ ملیونو ډالرو زیاته مرسته وکړي.

هغه وویل دا مرسته به په ښوونیزو چارو کې په مصرف ورسیږي هغه وویل له دی مرستې سره به افغان ماشومانو ته د ښې زده کړې زمینه برابره شي.

براون دا ډول زیاته کړه چې په هلمند کې به د ۱۷ ملیونو پونډو په ارزښت یوه راډیو هم جوړه کړې ترڅو له لاری یې خلکو ته معلومات ورکړل شي او د طالبانو په وړاندې تبلیغات وشي.

جمهور ریس کرزي بیا په خپلو خبرو کې د براون د راتګ هرکلی وکړ او د هغه د ټولو هڅو درناوی یې وکړ.

دیوې پوښتنې په ځواب کې ولسمشر کرزي وویل چې له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د مشرف په نه شتون کې به هم له نوی اداری له تروریزم سره د جګړی غوښتنه تازه کړي.

بروان بیا همدی پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دی خبرې اتری ګړنډئ شي او د امن ګډه جرګه دی پرمخ ولاړه شي.

براون دا ډول وویل چې له پاکستان بیا غوښتنه کوي تر څو افغانستان ته د ترورستانو د ورتګ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG