د لاس رسي وړ اتصالات

پیپلز گوند غواړي زرداري جمهور رئیس شي


د پاکستان د پخوانۍ وژل شوي صدراعظمي بینظیر بوتو د میړه طرفدارانو د هغه نه غوښتي دي چی د ملک جمهوری ریاست ته دي ځان کاندید کړی.

د پاکستان د پیپلز پارټۍ پارلمانی وکیلانو ددغه گوند د رئیس آصف علي زرداري نه ملاتړ کړی چی د پاکستان جمهوررئیس دی شی. دغه گوند د پاکستان د ائتلافي حکومت مشري کوی.

د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف له دې ویری چی مواخذه نه سی د تیري دوشنبې په ورځ استعفی وکړه. او بل جمهوررئیس باید چی د ملي پارلمان او ولایتی اسامبلو له خوا انتخاب سی.

پرون د پاکستان یوه مخالف گوند چی متحده قومي تحریک یا«‎ ایم کیو ایم‏»‎ ‏نومیږی هم فیصله وکړه چی زرداري دي د پاکستان آینده جمهوررئیس وی.

XS
SM
MD
LG