د لاس رسي وړ اتصالات

د نواز شرېف گواښ د برطرف شوی قاضېانو په باب


د پاکستان پخوانې صدر اعظم نواز شرېف گواښ کړېدى چې که حکومت هغه قاضېان بېرته سمد لاسه برحال نکړى چې پروېز مشرف برطرف کړي ول، نو دى به له واکمن اېتلاف نه ووزي.

نواز شرېف په هغه مرکه کې چې د سه شنبى په ورځ ېې د وال سترېټ ژورنال سره وکړه ووېل چې که قاضېان برحال نشى نو دى او دده گوند به دېته اړکړى شى چې د حکوم د مخالف گوند نقش ولوبوى.

نواز شرېف ووېل چې د پېپلز گوند مشرف آصف على زردارى وعده کړې وه چې د پروېز مشرف له استعفى نه څلوروېشت ساعته وروسته به ټول برطرف شوي قاضېان بېرته برحال کړى شى.

ښاغلى مشرف د دوشنبى په ورځ مخکى له دې نه چې رسمى تورونه پرې ولگول شى استعفى وکړه. د پاکستان واکمن اېتلاف د قاضېانو د برحال کولو په مسله بانى د سه شنبى په ورځ مجلس کې سره جوړ نسول.

نواز شرېف د قاضېانو په برحال کولو باندى ټېنگ ولاړ و خو آصف على زردارى دېته تماېل نه درلود. که چېرې قاضېان بېرته برحال شى نو کېدلى شى چې هغو دعوې بېرته را وسپړل شى چې زردارى پکى په ادارى فساد باندى لتاړ دى؛ خو اوس هغه ته دېوې روغى جوړې په نتېجه کې معافى ورکړل شوېده.

توقع ده چې د واکمن اېتلاف مشران د جمعى په ورځ د دوېم ځل لپاره مجلس وکړى. ټاکل شوېده چې د مجلس د سر خبره به د نوي جمهور رئېس ټاکل وي.



XS
SM
MD
LG