د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پولیسو د پرونۍ حملې مشکوک تروریست نیولی


پاکستاني پولیس وایی چی دوی هغه مشکوک تروریست نیولی دی چی فکر کیږی د پنجشنبې د ورځي د بمونو په چاودنو کی چی ٦۴ تنه یې ووژل دریم ځان مرگه بم چونکی و.

پولیسو وویل چی دوی په هغه مسجد کی چی د وسلو جوړولو فابریکې ته چی دا حمله په کی وسوه نژدې واقع دی ، د ځان مرگه په بمونو ډک کمربند هم پیدا کړی دی.

دا نه دي ویل سوي چی د دغه مشکوک تروریست سره چی نن د جمعې په ورځ نیول سوی دی کمر بند هم و که نه او دا چي هغه ولی په پرونۍ حملې کی برخه وا نه خیستله.

پاکستانی طالبانو ویلي دي چی دا حمله دوي کړې ده . او د هغوي یوه نطاق مولوي عمر وویل چی دا حمله په باجوړ کی د حکومتي قواو د هوایي حملو انتقام اخیستل و. هغه وویل چی که حکومت خپل دا تعرضي عملیات بند نه کړی نو نوري حملې به هم وسي.

په دې جگړو کې نږدې ٥٠٠ افراطیان او ٢٢ حکومتي عسکر وژل شوي او په زرهاو خلک بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG