د لاس رسي وړ اتصالات

نوازشریف د قاضیانود بیا مقرولو دپاره نوی مهلت ټاکلی


د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شریف د هغو قاضیانو د بیا مقررولو د پاره چی پخواني جمهوررئیس پرویز مشرف برطرفه کړي وو، دا راتلونکې چهارشنبې نوی مهلت ټاکلی دی . دا یوه داسي مساله ده چی د حاکم ائتلاف د بېلیدو خطر ور سره دی.

د ښاغلي شریف گوند مخکی خبر داری ورکړی و چی که دا مساله تر دا نن ورځي پوري چي جمعه ده حل نه سی نو د حکومت نه به ووځی.

مگر د ائتلاف د نورو مشرانو سره تر خبرو وروسته ښاغلي نواز شریف وویل چی ائتلاف به ددغو قاضیانو په باب ددوشنبې په ورځ پارلمان ته یوه پریکړه وړاندي کړی او دی هیله لری چی دا قاضیان به د چهار شنبې په ورځ بیرته مقرر سی.

هغه دا تبصره په داسی حال کی وکړه چی د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون اعلان وکړ چی پارلمان به د سیپټامبر په ١٦ مه نوی جمهوررئیس انتخاب کړی.

XS
SM
MD
LG