د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي قواوې په شینډنډ کې د ملکي تلفاتو په باب تحقیق کوي


ایتلافي قواوې وايي، د حکومت د هغه ادعا له مخې تحقیق کوي چې وايي، ایتلافي قواوو د جمعې په ورځ د هرات په ولایت کې په بمباریو کې ٧٦ ملکي خلک وژلي دي.

ایتلافي قواوو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ملکي تلفاتو تورونو ته په جدي سترگه گوري.

جمهور رئیس حامد کرزي دغه بمبارئ غندلي او ویلي یې دي چې په دې کې د افغان امنیتي قواوو سره مشوره نه وه شوې.

امریکايي او افغان قواوې د شینډنډ په ولسوالیو کې د جمعې د ورځې د عملیاتو تلفات کم ښيي. یوه امریکايي نطاق وویل، ٣٠ افراطیان وژل شوي دي. افغان قواوو بیا وویل، پنځه ملکي خلک او ٢٥ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

تر اوسه د تلفاتو دقیق شمېر د آزادو منابعو له خوا ندی تائید شوی.

امریکايي مقامات وايي، جگړه هغه وخت ونښته چې پر قواوو یې ناڅاپي حمله وشوه.

ښاغلي کرزي پر نړیوالو قواوو غږ کړی چې د تروریزم په خلاف جگړه کې خپله ستراتیژي بدله کړي. جمهور رئیس کرزي ویلي، د ناټو او امریکايي قواوو په هوايي بمباریو کې یوازې ملکي خلک وژل کیږي.

د سپینې ماڼۍ نطاق گورډن جانډرود جمعې په ورځ وویل، امریکا او ناټو هغه مسئولیت ته په جدي سترگه گوري چې د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي.

همدارنگه د جمعې په ورځ، ایتلافي قواوو وویل، د افغانستان په ختیځ کې یې یو عسکر وژل شوی دی. د پیښې ځای او نور تفصیلات ندي ورکړل شوي.

XS
SM
MD
LG