د لاس رسي وړ اتصالات

دنېوېارک ټاېمز ورځپانه لېکى چې حامد کرزي د اېتلاف بمبارى وغندله


دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې د کرزي حکومت په دې تازه بمبارى باندى چې د ملکېانو مرگ ژوبله پکى منځته راغلى ده سخته خواشېنى اوغوسه ښکاره کړېده. دا حمله په داسى حال کې کېږى چې داېتلاف د قواو لپاره ملاتړ مخ په کمېدودى. دغه شخړه او جنجال په داسى حساس وخت کې پېښېږى چې دامرېکا په مشرۍ اېتلافى قواوې له دې سره مخامخ دى چې طالبان د بېاتقوېه کېدو په حآل کې دى او داسى فکر کېږى چې په افغانستان کې قواوې کمى دى او له دې امله په هواېې بمبارى باندى زېاته اتکا کېږى.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزي داېتلاف پرقواو هغه وخت هم سخت انتقاد وکړ چې د جولاې په شپږمه نېټه ېې اوه وېشت کسان دواده په مراسمو کې په بمبارى کې ووژل شول. په دغو کسانو کې زېاتره ښځې اوماشومان شامل وو او بمبارى دافغانستان دننگرهار په ولاېت کې شوې وه. رپوټ واېې چې په دغه بمبارى کې ناوې هم وژل شوې وه.

د ښاغلى کرزي نطاق هماېون حمېد زاده واېې چې په دغه مرگ ژوبله کې هغه ملکېان چې ماشومان هم پکى شامل وو دجلال اباد د ښار روغتون ته راوستل شوى ول. دامرېکا پوځ لاتراوسه پورې هم ددغې بمبارى تحقېقات کوى او داېې لا نه ده منلى چې په دغه بمبارى کې ملکېان وژل شوى ول. ښاغلى حمېد زاده ووېل چې دملکېانو تلفات په تېرو څومېاشتو کې مخ په کمېدو دى خو دې وروستى بمبارى دغه ډول طرز العمل بدل کړ. هغه ووېل چې د امرېکا له قواونه د حکومت دا غوښتنى چې واېې په بمبارېو کې دې له ډېر احتېاط نه کا رواخېستل شى ډېره لږه اغېزه لرى. داېتلاف قواوې واېې چى دوى په خپله وسه کې هر څه کوى چې د ملکى تلفاتو مخه ونېسى.

نېوېارک ټاېمز لېکى د حکومت ېوه چارواکې چې نه ېې غوښتل نوم ېې واخېستل شى وې وېل په دې توگه موږ په ېوه مشکل موقف کې واقع ېو. داکار طالبانوته د پروپاگند شراېط برابروى. که چېرې داېتلاف قواوې ددې مسوولېت په غاړه وانخلى نو دابه واقعا له طالبانو سره مرسته وکړى. دغه افغان چارواکى ووېل چې حکومت به دنظامى عملېاتو په برخه کې پراخه ستراتېژېکه همکارى وغواړى . په دې برخه کې دافغانستان د پارلېمان د غړېو او امرېکا د تحلېل کوونکېو له خوانه هم غوښتنى شوېدى چې پر خاصو قواوې بندى سخت شراېط وضع شى ځکه هغوى هروخت د هواېې بمبارېو لپاره غوښتنه کوي. دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې د جمعى په ورځ باندى چې کومه پېښه وشوه دهغې په برخه کې متضادرپوټونه راغلى دى. ېورپوټ واېې چې په عزېز اباد کې چې د هرات ولاېت په شېنډنډ کې ېوکلى دى د اېتلاف پرقواوباندى ډزې وشوې. داېتلاف قواو دهواېې بمبارى غوښتنه وکړه او ٢٥ سرتېري ېې ووژل چې په هغو کې د طالبانو قوماندان ملاصادق او پنځه تنه ملکېان هم شامل دى.

نېوېارک ټاېمز لېکى له هغه نه وروسته چې دافغانستان حکومت ووېل چې تر اوېا و نه زېات ملکېان هم وژل شوېدى تورن جنرال جېفري شلاسېر داېتلاف دقواو قوماندان امروکړ چې ددغې پېښى تحقېقات وشى. دعامه اړېکو مسوول لومړى برېد من رېچرد کارل ووېل چې د اېتلاف قواوې له هغو تورونو نه خبرى دى چې د جمعى په ورځ د شېنډنډ له عملېاتو سره تړاو لرى اوملکېان پکى وژل شوېدى. هغه تورونه چې دملکېانو دتلفاتو په برخه کې دى هغوته په جدى نظر کتل کېږى اوهرډول هڅى ددې لپاره کېږى چې د ملکېانو د زخمى توب او ېا د بېگناه خلکو د مرگ مخه ونېول شى. هغه ووېل چې اېتلاف په دې برخه کې د تحقېقاتو امر ورکړېدى.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې ډگروال رووف احمدى د غربى سېمو د پولېسو دامنېه قوماندان نطاق داخبره رد کړه چې په دغه کلى کې د هواېې بمبارى پروخت طالبان موجود ول. هغه ووېل ددې هېڅ شواهد نشته چې دا ثابته کړى چې په دغه شپه باندى هلته طآلبان وو. نېوېارک ټاېمز د ډگروال احمدى له قوله لېکى چې په مړوکې پنځوس ماشومان ، نونس ښځى او ٢٦ نارېنه شامل وو.

XS
SM
MD
LG