د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د طالبانو پر گوند بندیز


پاکستان وايي، په ملک کې یې د طالبانو پر یوه مهم گوند باندې وروسته له هغه بندیز ولگاوه چې دغه گوند د هغو ځانمرگو حملو مسئولیت پر غاړه واخیست چې تیره اونۍ یې اسلام آباد ته نږدې ٦۴ تنه ووژل.

د کورنیو چارو وزارت مسئول رحمان ملک نن د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د تحریک طالبان پاکستان پر گوند یې بندیز لگولی دی. له دې یوه ورځ مخکې، حکومتي چارواکو په باجوړ کې د طالبانو د اوربند غوښتنه رد کړې وه.

پاکستاني امنیتي قواوې له څو اونیو راهیسې د افغانستان سرحد ته نږدې په باجوړ او نورو قبایلي سیمو کې د القاعده او طالبانو په خلاف عملیات کوي. په دغو جگړو کې له ٥٠٠ زیات افراطیان او ٢٢ پاکستاني عسکر وژل شوي او په زرگونو خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شوي دي.

د یکشنبې په ورځ، د پاکستان د جمهوري ریاست کاندید، آصف علي زرداري د برتانیې غږ راډیو ته وویل چې په پاکستان کې باید د طالبانو نوم د هغو گوندونو په لیسټ کې شامل شي چې بندیز ورباندې لگېدلی دی.

هغه وویل، د تروریزم په خلاف په روانه جگړه کې طالبان د پاکستان او نورې نړۍ پر ضد راولاړ شوي دي.

له بلې خوا، نن په سوات کې جگړه مارانو د یوه ځايي چارواکي پر کور حمله کړې او لږ تر لږه اته تنه یې وژلي دي.

یوه امنیتي مامور د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې دغه حمله طالبانو کړې ده.

د پاکستان پولیس وايي، د نیشنل عوامي پارټۍ د وکیل، وقار احمد خان پر کور باندې په دغه حمله کې د هغه درې تنه د کورنۍ غړي او پنځه نور کسان وژل شوي دي.

په سوات کې دا یو کال کیږي چې جگړه روانه ده خو په وروستیو څو اونیو کې ناامني ډیره زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG