د لاس رسي وړ اتصالات

’د پاکستان پر طالبانو بندیز سمبولیک ارزښت لري’


سالم مندوخیل ‏(‎واشنگټن‏)‎

پاکستان د تحریک طالبانپر ډلې بندیز او د ایتلافي حکومت ماتیدل به د سیمې پر امنیت څه اغېزه ولري، په دې باب دلته په واشنگټن کې د هریټیج د څیړنیز دفتر د پاکستان د چارو کارپوهې لیزا کرټیس داسې وویل:

”د حکومت دغه اقدام په سمبولیک ډول په څو لحاظه مهم دی. اول دا چې، دا کار ښيي چې حکومت نور له افراطیانو سره د خبرو لاره له نظره غورځولې ده. امریکا دا خبره څرگنده کړې ده چې له افراطیانو سره د خبرو د لارې ملاتړ نه کوي. مخصوصاً په کوم ډول چې د پاکستان حکومت دغه خبرې پر مخ وړي، ځکه چې دا کار افراطیان نور هم تقویه کوي.

پر دوی باید د حکومتي قواوو فشار راکموي او ددې زمینه ورته برابریږي چې افغانستان ته واوړي او پر افغان او ایتلافي قواوو حملې وکړي او حتی په پاکستان کې نورې سیمې ونیسي او په خلکو کې خپله وېره خپره کړي”.

کرټیس وویل، د پاکستان حکومت له خپل دغه اعلان سره غواړي وښيي او ووايي چې د خبرو اترو لاره کامیابه نه وه او اوس غواړي له افراطیانو په خلاف ودریږي. په تیرو څو اونیو کې موږ ددې خبرې شاهدان یو چې پاکستان په باجوړ او نورو سیمو کې عملیات پیل کړي دي.

کرټیس وايي، او دا کار د امریکا د حکومت له لپاره هم یو اشاره ده. ځکه چې امریکا پر نوي حکومت بې اعتماده شوی و او داسې فکر یې کاوه چې نوی حکومت ممکن کامیاب نه وي.

خو فکر کوم چې په لنډ وخت کې به دا بندیز په سیمه پر امنیتي وضعه هیڅ اغېز ونکړي او شاید په نږدې راتلونکو شپو روځو کې موږ د زیاتو د ناامنیو د پیښو شاهدان اوسو. خو په اږده زمان کې دا یو مثبت قدم چې حکومت اوس یوه بهتره لاره غوره کړې.

د امریکا او پاکستان حکومتونه باید مشترک کار وکړي او پاکستان ته په دې برخه کې تجهیزات او وسایل برابر کړي.

خو که تیر وخت ته نظر وکړو، د پاکستان حکومت د لشکر طیبه په نامه یو بله تندروه ډله هم له فعالیت نه منع کړې وه چې تر اوسه په کشمیر کې فعالیت لري. له بلې خوا نړیواله ټولنه پر پاکستان انتقاد کوي چې د سخت دریزو ډلو په مخنیوي کې لازم اقدامات نه کوي. له لیزا کرټیس نه پوښتنه وشوه چې ددې په نظر کومه لاره باید اختیار شي چې په نتیجه کې یې په سیمه کې افراطیت ختم شي.

میرمن کورټیس وویل: ”د پاکستان حکومت ته پکار دي چې له خپل پوځي واک نه کار واخلي او وښيي چې پر خپلو سیمو باندې واک لري. اوس خو حتی په ځینو سیمو کې د دوی د موجودیت په باب پوښتنې موجودې دي.

دوی باید خلکو ته ثابته کړي چې د پاکستان حکومت په دغو سیمو کې واک لري.

د پاکستان پوځې قواوې په دا تیرو دریو میاشتو کې یوازې منسجمې شوي او دوی کولای شو چې په دغه وخت کې ډیر کار وکړي. دوی یوازې همدومره معلومه کړې چې د خبرو لاره کامیابه نه وه”.

کرټیس وايي، دوی کولای شول د بیت الله محسود په څیر د طالبانو د رهبریت کسان په نښه کړي کوم چې د طالبانو یوه صوبه غواړي او خپل نظام غواړي. د تحریک طالبان غوښتنه همدا ده. خو د لشکر طیبه خبره بیله ده. ځکه چې هغه ډله یوازې په کشمیر پورې تړلې خبره ده.

خو مهمه خبره دا ده چې د پاکستان حکومت باید ددغو تندرو ډلو په خلاف یو قوي دریځ غوره کړي چې د تحریک طالبان پر گوند باندې د بندیز لگیدل همدغه خبره ثابتوي.

د پاکستان په باب وروستی رپوټ وايي، چې د مسلم لیگ نواز شریف گوند له ایتلافي حکومت نه وتلی دی. د لیزا کرټیس نه پوښتنه وشوه چې دا کار به د افراطیت پر خلاف د پاکستان د حکومت په دریځ څه اثر وکړي؟ هغې وویل:

”دا د پاکستان د نوي حکومت له پاره یو تباه کوونکی خبر دی. په خاص ډول په داسې شرایطو کې چې په صوبه سرحد کې وضعه ډیره خرابه شوې.

دا خبره خطرناکه ده چې دغه پنځه میاشتنی ملکي حکومت ندی توانیدلی چې یو متحد موقف غوره کړي. په روان وخت کې ددې خبرې ضرورت و چې ملکي مقامات باید متحد وي او د سرحد په صوبه کې د افراطیت پخ خلاف اقدام وکړي”.

XS
SM
MD
LG