د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور کې د امرېکا د کونسلگرۍ پر موټر حمله شوې


د پاکستان پولېس واېې چې ټوپک والاو دامرېکا د کونسلگرى پر ېوه موټر باندى چې د امرېکا ېو دېپلومات پکى سپور او په صوبه سرحد کې ېې سفرکاوه ډزې کړېدى خو کوم تلفات ېې ندى اړولى.

پولېس واېې چې ټوپک والا په ېوه سپورتى موټر کې سپاره وو چې دکونسلگرى پر موټر ېې نن د سه شنبى په ورځ په پېښورکې ډزې وکړى.

رپوټ واېې چې موټر وان خپل موټر بېرته په شا باندى ېوه خوندى ځاى ته بوته . دامرېکا د کونسلگرى په ېوه خبر لېک کې وېل شوېدى چې ېوه امنېتى مسله وه اوهغه د کونسلگرى له درې مامورانو سره تړاو لرى.

سمدلاسه ددې حملى مسوولېت چا په غاړه ندى اخېستى . خو د پېښور په ېو شمېر برخو کې د طالبانو فعالېتونه زښت زېات شوېدى. داحمله وروسته له هغه نه وشوه چې د پاکستان حکومت د پاکستان د طالبانو ېوه ډله غېر قانونى اعلان کړه.

د پاکستان حکومت ددوشنبى په ورځ د تحرېک طالبان پاکستان په نامه گوند غېرقانونى اعلان کړ.

په ېوه جلا خبر کې پولېسو وېلى دى چې نن د سه شنبى په ورځ د بلوچستان اېالت په وېه ېوه مظاهرهکې د بم چاودنه وشوه او شل کسان ېې زخمى کړل. رپوټ واېې چې بم په ېوه موټر ساېکل باندى اېښودل شوى و.

هغوکسانو چې مظاهره کوله هغوى هغوى د بلوچانو دېوه قومى مشر نواب اکبر بگتي پلوېان ول. نواب اکبر بگتى د پاکستان دپوځ په عملېاتو کې دوه کاله مخکى ووژل شو.

نور تفصېل :

د پاکستان امنېتى قواوې له څو اونېو راهېسى د طالبانو او القاعده سره تړلو افراطېانو سره د باجو ړ په سېمه کې په جگړه بوختى دى. دغه سېمه د افغانستان سره نېژدى سرحد لرى. رپوټ واېې چې په دغو جگړو کې تر پنځو سوو نه زېات افراطېان وژل شوېدى او په زرگونو کسان بې ځاېه شوېدى.

XS
SM
MD
LG