د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: برتانیې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه


په برتانیې کې د کرکټ په لوبو کې کوربه هیواد برتانیې جنوبي افریقا ته په خپل دوهم یوه ورځنۍ مسابقې کې پرون د سه شنبې په ورځ په لسو ویکټونو ماتې ورکړې ده.

د ټرنټ بریج په میدان کې، په دغې مسابقې کې د برتانیې بالر سټوار براډ پنځه ویکټې اخیستي او په دغه وخت کې یې د جنوبي افریقا هیوادونو ته یوازې ٢٣ منډې ورکړي دي.

له ٨٣ منډو سره د جنوبي افریقا ټول لوبغاړي وسوځېدل. دا د کرکټ په تاریخ کې د جنوبي افریقا دوهم تر ټولو کومې منډې دي.

د برتانیې ویکیټ کیپر، میټ پریور شپږ کیچونه واخیستل. د بیټنگ په برخه کې پریور له آیان بیل سره لومړی راووت. او همدغو دواړه لوبغاړو په څوارلسم اوور کې د ٨٣ منډو معینه هدف پوره کړ. پریور ۴٥ منډې او آیان بیل ٢٨ منډې جوړې کړې وې چې دواړه تر پایه ونه سوځېدل.

په دې ډول د پنځوغوره لوبو په مسابقو کې جنوبي افریقا صفر او برتانیې دوه پواینټه گټلي دي.

او د ښځو د ټینس د لوبو په هغه ټورنمنټ کې چې دا وخت په نیویارک کې روان دی، د سربیا لوبغاړې انا ایوانوویک او د روسیې ډینارا سفینا د لوبو دوهم راونډ ته رسیدلي دي.

د سربیا لوبغاړي پرون د خپلې روسۍ سیالې نه مسابقه وگټله او د روسیې سفینا بیا د امریکا ټینس بازي کریسټي آهن ته ماتې ورکړه.

ددغو مسابقو د نارینه و په برخه کې بیا د کرویشیا او امریکا لوبغاړي دوهم راونډ ته رسیدلي دي. دوی دواړو پرون د چک جمهوریت لوبغاړو ته ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG